د لاسرسي لېنکونه

ټولنیزو رسنیو په نوره نړۍ کې په انقلابونو راوستلو کې مرسته کړې، حکومتونه يې ړنګ کړی او خلک يې سره نښلولي دي خو په افغانستان کې اوس هم د فېسبوک ډېری ښځینه کاروونکې نه شي کولای خپل عکسونه خپاره کړي او ان په خپل نوم فېسبوک نه شي کارولای.

په افغانستان کې هغه کسان چې انټرنېټ ته لاسرسی لري، ۸۷.۸ فيصده خلک يې فېسبوک کاروي چې پ کې ۱۲.۹ فیصده ښځينه فېسبوک اکاونټونه دي. خو ایا دا ټول اکاونټونه ريښتيا د ښځو دي؟

ښځې ولې په خپل نوم فېسبوک نه شي کارولای او د انټرنيټ په مجازي نړۍ کې له څه ډول تهديدونو سره مخامخ دي.

لس کاله کېږي اوربله په انګریزي ژبه بلاګ لیکي او دا وايي چې د دې لسو کلونو په لړ کې په انټرنېټ کې په بېلابېلو ډولونو تهدید شوې ده.

اوربله په امریکا کې د اسلامي علومو او جنسيت د برابرۍ په برخه کې دوکتورا کوي.

دی وايي:

"په دوه زره نهم کال کې ما خپل عکسونه په فسبوک کې ايښودل. په هغو ورځو کې زه له انلاین نړۍ سره نوې اشنا شوې وم. کېدای شي هغه ښځې چې ما له ځان سره ملګرې کړې وې، اصلاً هغوی سړي وو او ماته پته نه وه. یوه ورځ يو چا زما د فېسبوک تصويرونه اخيستي وو او پر يوټيوب يې له پښتو سندرو سره خپاره کړي وو. تا به زما نوم ټايپ کړ، زما تصويرونه به راغلو. سړو چې به تبصرې پر کولې، هغه به پر ما ډېر بد اغېز کاوه. ما به هر چا ته ويل چې دا ريپورټ کړئ. يوټيوب یو څو پکښي ډليټ کړل. خو زه وايم، ته به په ما څه چل وکړې؟ ته به زما یو تصوير خپور کړې، لس به خپاره کړې. تر څو به يې کوې؟."

اوربله لومړۍ او اخره ښځه نه‎ده چې پر انترنيټ ځورول شوې ده.

پر انټرنېټ باندې چې له څومره ښځو سره ما تماس نیولی دی، په يوه نه بل ډول ځورول شوي، تهديد شوي يا له بې ځايه تبصرو سره مخامخ شوې ده.

پر ټولنيزو رسنيو د تهديد شويو ښځو ثبت شوي قضيې نشته.

په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د شرکت ټکنېشن رئيس عثمان منصور انصاري وايي، د ورځني تاوتريخوالي غوندي، انلاین له تشدد سره مخامخ شوي ښځې هم په رسمي توګه دغه ستونزې نه ثبتوي نو ځکه د ځانګړو قضيو په اړه هېڅ معلومات نشته.

دی وايي، په افغانستان کې د انترنېټ له لارې د قرباني ډولونه هم نه‎دي معلوم.

کريمه احمدي چې دا يې خپل نوم نه‎دی او نه غواړي خپل اصلي نوم وښيي، وايي په افغانستان کې نجونې د تعقيب او تهدید له بېرې ان په خپل نوم فسبوک نه‎شي جوړولای.

خويندې يا د ورور په نوم راځي يا هم ځان ته داسې نوم غوره کوي چې له نورو خلکو په امن کې وي.

دی وايي:

"ما په‎خپله يو څه موده مخکې په خپل نامه فسبوک اکاونټ جوړ کړ. تاسو باور وکړئ، خلکو زه دومره تنګه کړم، زما شخصي ژوند او کورنۍ ته زیان ورسېد. له هغه خاطره زه مجبوره شوم چې په بدل نوم ټولنيزې رسنۍ وکاروم."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وایي، اوس‎مهال پنځه میلیونه افغانان انټرنېټ کاروي او ۸۷ سلنه یې فیسبوک کاروي.

له فیسبوک وروسته ټویټر او یوټیوب په افغانستان کې ډېر کارول کېږي.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کارولو په اړه کوم قانون نشته او نه هم داسې اداره شته چې د انټرنېټ له لارې ځورول شويو کسانو ته ځانګړې وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بيړنيو انټرنېټي مرستو ټيم لومړی د حکومتي شبکو، انترنېټي امنيت او انټرنېټي جنايتونو په برخه کې کار کاوه خو وروسته تر عامو وګړو پراخ کړای شو.

د افغانستان د سايبر امنيت سټراتيژي پر داسې چوکاټ جوړولو ټينګار کوي چې له مخې يې بايد د افغانستان سايبر يا انټرنېټي امنيت او پر انټرنېټ د کوچنیانو د خونديتوب پالیسي جوړه شي خو د ښځو په اړه په‎کې په ځانګړي توګه څه نه دي ويل شوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د وزارت ویاند یاسین صمیم وایي، له تېر یوه کال راهیسي له سایبري جرمونو سره د مبارزې پر قانون کار کوي:

"موږ له سایبري جرمونو سره د مبارزې او د الکټرونیکي معاملو قانون ځکه جوړ او عدلیې وزارت ته واستوئ څو یوه حقوقي لاره موجوده وي چې پر بنسټ یې له معتبرو شبکو سره تړون لاسلیک کړو چې که په راتلونکي کې کومه ستونزه را پیدا کېږي، موږ وکړای شو د هغو سرورونو او «آي. پي» ګانو ته لاس رسی ولرو."

د فېسبوک کاروونکې خاطره فيضي وايي، پر فېسبوک افغانانې له همدومره ستونزو سره مخامخ وي لکه په اصلي ژوند کې.

فيضي په خپل اصل نوم فېسبوک کاروي. د دې په وينا خلک د دې پر ځای چې ښځې وهڅوي چې هغوی ټولنيزې رسنۍ وکاروي څو وکولای شي د نورو ښځو ستونزې راپورته کړي او په عامه پوهاوي کې برخه واخلي، خلک هغوی بېروي او چې نور وس يې ونه رسيږي، درواغ ورپسي وايي:

"زما خپل ځينې عکسونه وو چې په هلمند کې راڅخه يو وخت په فلش ډسک کې ورک شول. زه پر فېسبوک ډېره فعاله يم. خپل ځيني مطالب شريکوم یا د ځينو ستونزو په اړه لیکم. خو د يوه کس له‎خوا نه، بلکه د ډېرو خلکو له خوا تهديد کېږم. ورځ په ورځ له ستونزو سره مخامخ کېږم. خلک هڅه کوي چې په څه ډول ما وځوروي په څه ډول ما بدنامه کړي. دوی همداسې هڅې کوي خلکو ته ما بدنامه وښيي."

خاطره فيضي وايي، که څه هم نه دا او نه يې کورنۍ د دې له عکسونو سره ستونزه لري خو هره ښځه د کورنۍ ملاتړ نه‎لري ځکه ښايي کورنۍ يې تنګ نظره وي، پر دې باور ونه‎کړي يا د انسان په توګه د دې حقونو ته درناوی ونه کړي او ژوند يې له خطر سره مخامخ کړي.

همداسې يوه پېښه په بدخشان ولايت کې شوې ده. د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بيدار له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"د نجلۍ د عکسونو او انټرنېټ موضوع وه. ورور يې فکر کاوه چې خور يې له چا سره نامشروع اړيکې لري. که څه هم ورور يې منکر دی چې خور يې وژلې ده خو امنيتي ارګانونو دی نيولی او توقيف کړی دی. اوس هم دا قضیه تر څېړنې لاندې ده."

دا چې ولې ډېری افغانان دا نه مني چې ښځې هم انسانانې دي او حق لري چې له اقتصادي او معنوي لحاظه بايد پر خپلو پښو ولاړې وي او له نړۍ سره ارتباط ولري، موږ پړه پر بې مانا دودونو، پخوانيو فکرونو، بې سوادۍ او له ښځو پر ناوړه توقعاتو اچوو. خو کله چې خبره د ټوليزو رسنیو د کارولو شي، فېسبوک لوستي کسان کاروي نو بیا ولې لوستي کسان ښځې ځوروي؟

د پښتونخوا محبوبه مومند وايي، ډېری وختونه خلک داسې فکر کوي چې پر ټولنيزو رسنيو ښځې له سړو سره د ملګرتيا لپاره انلاين کېږي:

"ما د ځينو انځورونه ايستلي دي چې په انباکس کې ماته څه څه لیکل شوي دي. ځينې وايي ماته خپل عکس راولېږه، ځينې نورې بدې خبرې لیکلي. نو زه په سمه ورته وايم چې ورور جانه تاسو خور یا مور نه ده لیدلې؟ نو زه هم داسې يوه خور یم واده مې کړی. زه چې ټولنيزې رسنۍ کاروم، زه دلته د دې لپاره راځم چې له پښتنو سره تماس ونيسم، د لوی افغانستان او لر او بر پښتنو په اړه خبرې ورسره وکړم."

اوربله هم دا خبره مني او وايي، دا د افرادو په فکري کچه پورې تړاو لري ځکه د خلکو فکرونه داسې جوړ شوي دي چې که یوه ښځه له هغوی سره د انسان په صفت خبرې وکړي يا پر ټولنيزو رسنیو لیکل وکړي، دوی ځان ته اجازه ورکوي چې هر ډول تبصرې ورته وليکي:

"ماته مسجونه راځي، سړي ماته بې بي، ډارلنګ يا سويټهارټ وايي. نو ماته قهر راشي. زه وايم چې ته داسې خبرې ولې کوې؟ که يوه پردي سړي ستا خور ته داسې خبرې وکړې، ته به څنګه احساس کوې؟ نو هغوی قهر شي او وايي چې اوربلې ته عجبه نجلۍ يې! يو خو ته په‎خپله له سړو سره پر انټرنېټ باندې خبرې کوې خو بیا چې هغوی درته داسې نومونه واخلي، تا ته قهر درځي. خو زه وايم چې دلته موږ بې ځايه خبرې نه کوو. تا ولې داسې وانګېرل چې زه غواړم ته ماته داسې نومونه ياد کړې؟ زه دا نه منم."

کريمه احمدي بیا وايي، د نورو وروسته پاتو ټولنو په شان په لوستو افغانانو کې هم دوه مخيتوب شته چې په‎خپله یو څه کوي او نورو ته بل څه غواړي او د پرمختګ خبرې يې د بل د ښځو لپاره خوښې دي خو په خپل کور کې هر ډول ظلم کوي او زغمي:

"ما ځينې کورنۍ او انسانان لیدلي دي چې په خپل کور کې له ښځو سره يو ډول چلند کوي خو چې له کوره ووتل، بل ډول چلند کوي. زه بيا وايم، وه وروره! د کور ښځه دې هم انسانه ده او د دباندې دا هم يوه انسانه ده. پرېږده چې موږ له بې چاره‎ګۍ راووځو، پرېږده موږ له وحشته او ظلمه راووځو، بې ځايه او ناسم رواجونه شاته پرېږدو او يو څه پر مختګ وکړو."

اوربله دا هم وايي چې موږ خپلو لوڼو او خويندو ته نه ورښيو چې کله دوی له تهديد يا بد چلند سره مخامخ شي، دا د دوی ګناه نه ده بلکه دوی خو اغېزمنې شوې وي، ملاتړ ته اړتيا لري.

دا وايي، کله چې موږ نجلۍ ته وايو ته پر انټرنيټ خپل مخ مه ښيه، بیا دې خلک ځوروي، موږ اصلاً هغې ته دا وايو چې دا ځورونه ستا ګناه ده.

دا وايي، زموږ تمرکز باید د سړو پر پوهاوي وي چې د ښځو درناوی وکړي ځکه ستونزه د هغوی له خوا پيلېږي. دا دغسې کسانو ته چې ښځې ځوروي، وايي:

"ته ځان ته نر څنګه ويلای شې چې د ښځې عزت نه‎شي کولای؟ چې د ښځې عزت کول دې نه‎دي زده، انټرنېټ مه کاروه. پر ښځو بنديزونه لګېږي ځکه ويل کېږي، سړي کمزوري دي. سړي کمزوري نه‎دي. دا څه ډول عدالت دی چې د سړو د کمزوري له کبله به پر ښځو ظلم او بنديز راځي."

له افغانستان سره د المان د همکارۍ سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې هغه کسان چې انټرنېټ ته لاسرسی لري، ۸۷.۸ فيصده خلک فېسبوک کاروي چې په‎کې ۱۲ اعشاريه نهه فیصده ښځينه فېسبوک اکاونټونه دي. خو دا څرګنده نه‎ده چې په دغو اکاونټونو کې څومره اصلي ښځېنه اکاونټونه دي.

XS
SM
MD
LG