د لاسرسي لېنکونه

ایران د اسرائیل دا تورونه بې بنسټه وبلل چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو شمېر غړي د ملکي الوتنو له لارې د لبنان حزب الله ډلې ته وسلې لېږدوي.

په ملګروملتونو کې د اسرائیل استازي داني دانون دا تورونه د سې شنبې په ورځ په یوه لیک کې د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړل.

په ملګرو ملتونو کې د ایران مرستیال استازي غلام حسین دهقاني پرون وویل، په لیک کې یو ځل بیا یو لړ بې بنیاده تورونه، پرته له کوم دلیله زما پر هېواد د عادت له مخې لګول شوي دي.

دهقاني همدا راز د اسرائیل دا تور رد کړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړو یې سرغړونه کړې ده.

دې مسئلې ته هم د اسرائیل په لیک کې اشاره شوې ده.

XS
SM
MD
LG