د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

افغانستان کې امنيتي خطرونو بهرنۍ ادارې اندېښمنې کړي


نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت په باب ليکنه خپره کړې ده.

د دې امريکايي خپرونې د ليکنې په پيل کې راغلي د روان ميلادي کال د اګسټ مياشتې پر ٢٤مه، په کابل کې د افغانستان پر امريکايي پوهنتون د ټروريستي بريد راپور څرګنده کړه چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې څومره جدي دي.

د ليکنې په حواله "ټروريستان" په اسانۍ سره وتوانېدل ځانونه پوهنتون ته ورسوي، ١٢ کسان ووژني او ٤٥ نور ټپيان کړي.

نېشنل انټرسټ خپرونه زياتوي، دا د افغانستان لپاره يوه بله مصيبت پاروونکې پېښه وه؛ خو له موجوده خطرونو سره- سره د افغانستان امريکايي پوهنتون پرانېستل شوى، خو دا خاصه اجازه يې اخيستې چې د افغان امنيتي ځواکونو پر ځاى به دوى خپله، په خپلو امنيتي مامورانو خپل امن برابروي.

د خپرونې په باور، دغه پوهنتون له هغې پېښې د معياري امنيت د ارزښت يو ګرانبيه درس واخيست؛ خو له بده مرغه نړيوال پانګوال چې د افغانستان د وضعيت د ارزونې په باب بل نظر لري، دا اجازه نه لري چې د امن لپاره خپلې خصوصي او مسلکي امنيتي کمپنۍ وګماري.

د نېشنل انټرسټ خپرونې په ليکنه کې راغلي، په وروستيو کلونو کې افغانستان د سيمه ييز تجارت او د انرژۍ د قرادادونو د نهايي کولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

خپرونې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د ټاپي (TAPI) پروژې يادونه کړې چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان او پاکستان له طريقه هند ته انتقالېږي، دغه راز يې د کاسا-١٠٠٠ پروژه چې د برېښنا د پروژې په مرسته به منځنۍ اسيا له جنوبي اسيا سره تړي، ياده کړې ده او د چابهار بندر پروژه هم مهمه ګڼل شوې ده.

د خپرونې په باور په افغانستان کې د موجوده امنيتي اندېښنو له کبله د دغو پروژو تطبيق ورو روان دى.

نېشنل انټرسټ خپرونې د ساري په توګه د ټاپي د ګازو د نلليکې سيمه ييزې پروژې يادونه کړې چې د ۱۰ میلياردو ډالرو په ارزښت ده، خو په افغانستان کې د موجوده امنيتي اندېښنو له کبله يې چارې ځنډېدلې دي.

ډیجيټل ژورنال:

کاناډايي خپرونې ډیجيټل ژورنال په خپله تازه ګڼه کې د بشري حقونو د مدافع ډلو او هغو کورنيو پر غوښتنه ليکنه خپره کړې چې له افغان حکومت څخه يې د شيعه‌ګانو د خونديتوب غوښتنه کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د بشري حقونو د څار ادارې پر غوښتنه تمرکز شوى چې د يوې وروستۍ حملې د قربانيانو له کورنۍ سره يوځاى يې له افغان حکومت څخه د شيعه اقليت پر خونديتوب ټينګار کړى دى.

دوى په داسې حال کې دا غوښتنه مطرح کوي چې د کابل په دارالامان سيمه کې د دوشنبې په ورځ په باقرالعلوم جومات کې ځان وژونکي بريد څه باندې ٣٠ کسان ووژل او تر ٥٠ ډېر نور يې ټپيان کړل.

د بشري حقونو د څار ادارې يوې مخکښې څېړونکې مېرمن پاتريشا ګاسمن ويلي:

"داعش ډلې د شيعه ګانو د راټولېدنې پر ځايونو خپلې وحشتناکې او غيرقانوني حملې زياتې کړي او هېڅ ځاى يې خوندي نه دى پرېښى."

د ډیجيټل ژورنال خپرونې په ليکنه کې د تېرې مياشتې حملې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان په شمال کې د عاشورا پر مراسمو وشوه او ١٤ کسان يې ووژل، تر دې مخکې په کابل کې پر شيعه ګانو دوې نورې حملې وشوې چې داعش ډلې يې مسووليت ومانه او په نتيجه کې يې ١٨ کسان ووژل شول.

د ليکنې په دوام کې راغلي، د داعش ډلې سخت دريځو وسلوالو د هغې حملې مسووليت هم منلى چې روان کال په کابل کې د شيعه ګانو پر اعتراضيه غونډه وشوه او په نتيجه کې يې ٨٥ تنه ووژل شول.

د ډجيټل ژورنال د ليکنې په حواله، د داعش جنګيالي چې په سوريه او عراق کې يې ځينې سيمې په کنټرول کې دي، په افغانستان کې يې هم د پښې ټينګولو ځاى پيدا کړى او وسلوالو طالبانو ته يې د هغوى په خپله خاوره کې خطر پېښ کړى دى.

XS
SM
MD
LG