د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

امریکا افغان کډوالو سره نېږدې ۴۰ میلیونه ډالره مرسته کوي


د امریکا متحده ایالاتو له مرستندویو هېوادو وغوښتل چې د افغانستان له ستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي.

له دغو کډوالو سره واشنګټن په خپله د لسګونو میلیونو ډالرو ژمنه وکړه.

د امریکا له دې مرستې سره د روان کال له پیله تر اوسه بشري برخه کې د دغه هېواد مرستې څه باندې ۲۰۷ میلیونه ډالرو ته ورسېدې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان لپاره په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو غوښتنه له پامه ونه‌غورځوي.

ملګرو ملتونو له هغو کډوالو سره چې افغانستان ته په وروستیو کې ستانه شوي دي د مرستو هیله کړې ده.

امریکا له خپل لوري له دې کډوالو سره د نېږدې ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

واشنګټن د دې ژمنې اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د پیسو د ستونزې له امله‌یې د پاکستان له حکومت سره موافقه کړې چې د افغان مهاجرو د ایستلو لړۍ د ژمي په مخه ودروي او له کابل سره هم په خبرو دي چې موافقه ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"په دې درې میاشتو کې به موږ وکولای شو چې له نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړو تر څو دا پروګرام بېرته ادامه پیدا کړي. له همدې امله د افغانستان له حکومت سره په خبرو بوخت یوو. زموږ هیله دا ده چې یا مرسته ترلاسه کړو او یا له دولت سره یوځای موږ وکړای شو چې نړیوالو ته د مرستې درخواست یوځای ورکړو او که امکانات او پیسې پیدا شي دا پروګرام به دوام وکړي."

«یو، اېن، اېچ، سي، آر» اټکل کوي که مرستې دوام وکړي په ژمي کې به هم شاوخوا درې لکه راجسټر شوي افغانان افغانستان ته ستانه شي.

د روان کال له پیل راهیسې تر "۳۸۰۰۰۰" ډېر راجسټر شوي افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

افغان چارواکي وایي چې افغانستان ته د ټولو ستنو شویو کډوالو شمېر نېږدې یو میلیون ته رسېږي.

افغان چارواکي وایي چې افغانستان ته د ټولو ستنو شویو کډوالو شمېر نېږدې یو میلیون ته رسېږي.
افغان چارواکي وایي چې افغانستان ته د ټولو ستنو شویو کډوالو شمېر نېږدې یو میلیون ته رسېږي.

امریکا له خپلو تازه مرستو نېږدې شل میلیونه «یو، اېن، اېچ، سي، آر» یا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ته ورکوي څو له هغو ستنو شویو سره چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، د سرپناه، د کور د وسایلو او د ژمنیو لوازمو مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د واشنګټن نورې نېږدې ۲۰ میلیونه د خوړو نړیوال سازمان ته ځانګړې شوې دي څو د افغانستان ختیځ ته له ستنو شویو سره بېړنۍ مرستې وکړي، همداراز له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG