د لاسرسي لېنکونه

د چک جمهوريت د عدليې وزارت وايي چې امریکا او روسيې دواړو د هغه نهویشت کلن روسي تبعه سړي د ورسپارلو غوښتنه کړې چې په پراګ کې د هک کولو او معلوماتو د غلا په تور ونیول شو.

د عدليې وزارت وياند نن چې ټې کې خبري اژانس ته ويلي چې چک محکمې ته تر لېږلو مخکې دغه وزارت دواړې غوښتنې ګوري.

چک پوليسو يېفګيني نيکولین د اکتوبر په پنځمه د امریکا پر غوښتنه وروسته له هغه توقيف کړ چې پر ده د انترنیتي شرکتونو لکه لينکډ این،ډراپ باکس او فورمسپرينګ د معلوماتو د هک تور پوري شو.

نيکولین په امریکا کې په کمپيوټرونو کې په لاسوهنې، د پېژندنو په غلا او د معلوماتو په غلا تورن دی.

روسي چارواکو مخکې ويلي وو چې دوی امریکا ته د نيکولين د سپارل کېدو پر مخنيوي کار کوي.

XS
SM
MD
LG