د لاسرسي لېنکونه

د افغان حکومت مشران د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ داسې مهال لمانځي چې زرګونه ښځې د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې په ورځني ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

افغان مشران د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ورځې لمانځلو پرمهال.

افغان مشران د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ورځې لمانځلو پرمهال.

ځان وژنه، ځان سوځول او زندۍ کول د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې معمولې پېښې دي چې تر ډېره له جبري ودونو او یا په کم عمر کې د واده کولو څخه سرچینه اخلي.

د ازادي راډیو خبریالانو مصطفی صدیقي او عبدالقدیر غفوري په غور ولایت کې د یوې کوچنۍ نجلۍ د ژوند کیسې ته کتنه کړې چې په کم عمر کې واده هغه له څه کړاوونو سره مخامخ کړې ده.

بي‌بي اسماء لا په زانګو کې وه چې تر دې د څو کاله مشر هلک په نوم شوه.

دا اوس پوه شوه چې شاوخوا اتلس کاله وړاندې د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په لفرا نومې سیمه کې په یوه زاړه خټین کور کې پر دې څه پېښ شوي وو.

تقریباً هر څه د دې د تمې او غوښتنې خلاف شوي، هم هغه ورځ چې د خپلو خپلوانو د زوی په نوم شوه او هم هغه ورځ چې په پنځلس کلنۍ کې پرې راغله.

نوموړې زیاته کړه:

"زه په زانګو کې وم چې مېړه ته‌یې ورکړم، کله چې غټه شوم، په ځان پوه شوم، خپل ښي او کین «راسته او چپه» لاسونه مې وپېژندل، هلک له ایرانه راغلی وو، زه څاه ته تللې وم چې اوبه راوړم، هغه زه ونیولم او هلته یوې خوني ته‌یې بوتلم، هلته چې څه وشوه بیا وروسته هلک بېرته ایران ته ولاړ او ویې‌ویل چې هغه ته بله ښځه وکړي او بله ښځه‌یې ورته وکړه."

بي‌بي اسماء ازادي راډیو ته وویل، هغه کس چې ټاکل شوې وه د دې د ژوند ملګری شي، له ایران پیغام ورته لېږلی چې نور یې په کار نه‌ده.

د اسماء مور هغه وخت مړه شوې وه چې دا لا ماشومه وه، له پلار څخه‌یې اورېدلي چې خسرګنۍ یې څو پسونه او غوایي د مهر په ډول د دوی کور ته راوړي وه او ویلي یې وه چې ۱۷۰ زره افغانۍ ارزښت لري.

اوس چې د هلک کورنۍ بهانه کوي او کارونه‌یې په زړه نه‌دي، د بي‌بي اسماء په خبره هغوی شاوخوا ۵۰ زره مهر یې بېرته غواړي.

کورنۍ پېچلې ستونزې او شخړې د دې سبب شوې چې بي‌بي اسماء او پلار یې د فیروزکوه ښار یوه بل خټین او غریبانه کور ته ولاړ شي، څو یوه موده د ژوند له کړاوونو کرار شي، خو دا کار هم نه‌شي کولای دوی تسکین کړي او تشویش‌یې راکم کړي.

د اسماء هغه خټین کور چې اوس دا او پلار یې په‌کې ژوند کوي.

د اسماء هغه خټین کور چې اوس دا او پلار یې په‌کې ژوند کوي.

​دا وايي:

"وېره وېره ده نو، زه بې‌موره وم چې داسي شوم، لومړی خدای او دوهم پلار مې زما تر شا ولاړ دی، بل څوک نه‌لرم."

دا غم او درد یوازي د بي‌بي اسما‌ء پر کور نه‌دی، د دې په څېر سلګونه نورې نجونې یوازې په غور ولایت کې ژوند کوي چې په ماشومتوب کې له خوښۍ پرته بل‌چا او په ډېرو مواردو کې د دوی د پلرونو او حتی نیکه‌ګانو په عمر نارینه‌وو ته ورکول کېږي.

د بېلګي په ډول د روان کال په جولای میاشت کې څه باندې پنځوس کلن ملا سید محمد کریم له یوې شپږ کلنې نجلۍ سره واده وکړ.

د نجلۍ کورنۍ وویل چې د دوی لور ملا تښتولې وه، خو سید کریم ادعا کوي چې دا شپږ کلنه نجلۍ ده ته ډالۍ شوې وه، د قضیې له ټولې پېچلتیا سره بلاخره ملا ونیول شو.

سید محمد کریم

سید محمد کریم

نوریه نوید په غور ولایت کې د هغو پنځه ویشتو ښځو مشره ده چې د ښځو د حقونو مدافعینې دي.

نوید ازادي راډیو ته وویل چې دغې شپږ کلنې نجلۍ ته‌یې د عدالت غوښتنه کړې ده او خوښه په دې ده چې نجلۍ اوس د امن په کور کې ده.

دا مېرمن وایي، د درې کلن فعالیت په ترڅ کې یې په غور ولایت کې تر سلو ډېر د جبري او تر قانوني سن ښکته عمرونو د ودونو قضیې یادداښت کړي دي.

نوید: هېڅ نجلۍ نه‌شته چې اتلس کاله عمر یې پوره کړی وي.

نوید: هېڅ نجلۍ نه‌شته چې اتلس کاله عمر یې پوره کړی وي.

نوموړې زیاته کړه:

"هېڅ نجلۍ نه‌شته دلته چې اتلس کاله عمر یې پوره کړی وي او بیا یې مېړه ته ورکړې وي، ټولې ماشومانې دي، له درې ورځنیو څخه نیولې بیا تر پنځلس کلنۍ پورې، مثلاً یو شل کلن درې کلنه نجلۍ نکاح کوي او یا ۶۵ کلن سړی شپږ کلنه نجلۍ ودوي."

یوازې په اګست میاشت کې مېرمن نوید د ښکته عمر ودونو یولس پېښي ثبت کړي دي.

دا یوه قضیه داسې بیانوي:

"د غور ولایت یوه سیمه‌ییز قوماندان خپل اس یو چا ته ورکړ چې د بزکشۍ یا اوزلوبې په میدان کې لوبه وکړي، په میدان کې د اس پښه ماتېږي، د اس خاوند لوبغاړي ته وویل چې تا زما د اس سمه ساتنه ونه‌کړه او یا دې سمه لوبه ونه‌کړه، همدا د دې لامل شو چې لوبغاړي خپله کوچنۍ لور د اس خاوند ته ورکوي، دا نجلۍ شاوخوا یوه کلنه وه."

مېرمن نوید په غور کې د یوې بلې درې کلنې ناوې کیسه کوي چې د کورنۍ تاوتریخوالي په نتیجه کې یې په شپاړس کلنۍ کې سر پرې شو.

نوموړې زیاته کړه:

"درې کلنه نجلۍ واده شوه، د بادغیس جوند ولسوالۍ ته یوړل شوه، یو ماشوم کله کولای شي حتی یو ساعت د بل‌چا په کور کې تېر کړي، خسرګنۍ یې مجبوره شوه هغه‌یې بېرته د پلار کورته راوستله او ویې‌ویل چې دا ډېره کوچنۍ ده موږ یې نه‌شو ساتلای، بلاخره تر کلونو وروسته اوس نهه میاشتي دمخه هغوی راغلل او نجلۍ یې نکاح کړه، کله چې د نجلۍ پلار هڅه کوي خپله لور خپل کور ته مېلمنه کړې او پایوازي یې کړي د هغې خسرګنۍ اجازه نه‌ورکوي، وروسته د دې پلار ته احوال ورکړل شو چې راشه لور دې خپل سر پرې کړی دی، په داسې حال کې چې د غور عدلي طب وښودله چې د هغې سر بل‌چا پرې کړی، ما په خپلو سترګو ولیدل چې یو انسان نه‌شي کولای هغه ډول خپل سر پرې کړي."

د غور د ښځو چارو رئیسه معصومه انوري هم له مېرمن نوید سره همغږې ده.

د غور د ښځو چارو رئیسه معصومه انوري

د غور د ښځو چارو رئیسه معصومه انوري

​مېرمن انوري د ښکته عمر او یا اجباري ودونو د دلایلو په اړه له ازادي راډیو سره غږېدلې ده:

"ناسم دودونه، کمزوری اقتصاد او د خلکو د پوهې د سطحې ټیټوالی هغه څه دي چې لا اوس هم نارینه خپل ځانونه د ښځو واکداران بولي، اوس هم په غور کې یوه ښځه دې حد ته نه‌ده رسېدلې چې پر ځان باور پیدا کړي او وپوهېږي چې کوم حقونه لري، دوی لا اوس هم ځانونه د نارینه‌وو تر لاس لاندې ګڼي."

په غور کې د زرګونه وسله‌والو کسانو حضور چې امنیتي چارواکي یې غیر مسؤله وسله‌والې ډلي بولي، یوه بله ستونزه ده چې په دې ولایت کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د ارزونې مخه ډب کړې ده.

غیر مسؤل وسله‌وال.

غیر مسؤل وسله‌وال.

د روان کال په ترڅ کې د غور په غلمین سیمه کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ په ظالمانه ډول سنګسار شوه.

نوریه نوید وایي، له دې پېښې سره د سیمې په کچه ناعادلانه او مردسالارانه چلند شوی دی:

"هلک چې پلویان درلوده یوازې په درو ووهل شو، خو نجلۍ چې هېڅ‌څوک نه‌درلوده یوازې بې‌وزلی پلار یې وو نو هغه‌یې په دردوونکي ډول سنګسار کړه."

دا هغه دردوونکې بېلګې دي چې په ځانګړي ډ‌ول په غور ولایت کې د ښځو د وضعیت یو تریخ حقیقت ښیي.

نوید: د غور د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه په قربانۍ ارزي.

نوید: د غور د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه په قربانۍ ارزي.

​مېرمن نوید له ټولو ګواښونو او خبرداریانو سره سره ژمنه کړې چې په کلکه به د ښځو ملاتړ او د هغوی د حقونو دفاع ته دوام ورکوي، دا وایي، د غور د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه په قربانۍ ارزي:

"څو ځلې یې خبرداری راکړی، څو ځلې راته ویل شوي چې که ادامه ورکړم تا به هم په دې ستونزو اخته کړو چې سلګونه کاله په زندان کې ورسته شې، خو زما خبره دا ده چې زه ځان قربانوم څو د راتلونکو نسلونو ښځې او نجونې قرباني نه‌شي."

XS
SM
MD
LG