د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایت د بهسود پُل پورې غاړې د پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، د دې پله دواړو غاړو ته هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د موټرو قطار ولاړ وي او دوی خپلو کارونو ته په وخت رسېده‌ګي نه‌شي کولای.

که څه هم د مسؤلينو په خبره د بهسود پُل کار بشپړ شوی او اوس یوازې د پله دواړو لورو ته پر سړک کار روان دی، خو خلک له چارواکو غوښتنه کوي چې د دې کار د ګړینديتوب سره خوا کې دې د دامان سړک هم ورغول شي، ځکه د بهسود ولسوالۍ اړوند کونړ ته غځېدلی سړک تنګ دی او د موټرو تګ راتګ پرې ډېر دی.

د خلکو په خبره که چېرې د دامان سړک ورغول شي نو نيم په نیمه به پر دې سړک د موټرو تګ راتګ کم شي.

دی وايي:

"که چېرته د قاسم‌اباد یا دامان سړک جوړ شي نو پنځوس، اتیا فیصده به د کونړ په عمومي سړک بیروبار کمېږي یعنې زه وایم اوس هم ناوخته دی باید وخته جوړ شوی وی. دغه نوی پُل چې اوس جوړېږي زه فکر نه‌کوم چې دې سره دې دا رش کم شي اوس د دامان یا قاسم‌اباد سړک د ښيوې سره نښلېدلی دی که پوخ شي بیا به په دې سړک د موټرو قطارونه کم شي."

د ننګرهار د ټولګټو رئيس انجنير حمدالله طلوع وايي، د بهسود پُل کارونه د بشپړېدو په حال کې دي او په پام کې لري چې دا پُل تر راتلونکو دوو مياشتو پورې د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.

خو د دې په خاطر چې د بهسود ولسوالۍ اړوند کونړ ته پر غځېدلي سړک د موټرو ګڼه ګوڼه کمه شي نوموړی د خلکو وړاندیز پر ځای ګڼي او وايي د دې سړک جوړېدل‌يې په خپل پلان کې شامل کړي.

ښاغلی طلوع وايي:

"د دې سړک وړانديز موږ ترتیب کړی دی د راتلونکي کال لپاره تر اوسه نه کوم ملک او نه کوم وکيل موږ ته رسمي عریضه کړې چې دا سړک پوخ شي، خو موږ بیا هم په راتلونکي پلان کې نیولی دی او که جوړ شي نو د هغې خوانه به موټر په همدې دامان سړک راځي او له دېخوا به په پخواني سړک تګ کوي بیا به ان‌شاءالله د موټرو بیروبار کم شي."

اوس‌مهال د بهسود پُل پر تېر شوي سړک د ننګرهار د کامې، ګوشتې، ښيوې، درې نور ولسواليو او کونړ ولایت اوسېدونکي تګ راتګ کوي چې د موټرو تګ راتګ ته په کتو د سړک پراخوالی تنګ دی.

د کتونکو په خبره که چېرې د دامان سړک هم پوخ شي نو پر دې سړک به نيمايي رش راکم او د سړک د بندېدو مخه به هم ونیول شي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG