د لاسرسي لېنکونه

امریکايي څارنوالان وايي، دولتي قضا يو ايرانی کس چې د امریکا تابعيت لري، له ځمکې هوا ته د توغنديو په پېرلو او ايران ته يې په قاچاق مجرم پېژندلی دی.

د عدليې وزارت ويلي، د نیويارک د منهاټن محکمې رضا اولنګيان د الوتکې ضد توغنديو تر لاسه کولو د دسيسې او انتقال په تور مجرم وپېژانده.

اولنګيان چې د ايران او امریکا دواړو تابعیت لري، ښايي د پنځويشتو کالو په بند محکوم شي.

دی په ۲۰۱۲میلادي کال کې په ايستونيا کې ونیول شو او وروسته امریکا ته ولېږل شو.

څارنوالان وايي، اولنګيان په اوکراین کې يوه امریکايي ته د خپل پلان په اړه ويلي وو چې وروسته هغه د امريکا دولت ته خبر ورکړ.

د امریکا د قانون له مخې د داسي ټکنالوژۍ انتقال منع دی.

XS
SM
MD
LG