د لاسرسي لېنکونه

يو ايراني‌الاصله امريکايي ایران ته د راکټو استولو په تور مجرم وپېژندل شو


يو ايرانى ټبره امريکايي په دې تور مجرم پېژندل شوى چې د ايران حکومت ته‌يې له ځمکې څخه هوا ته د راکټونو او د پوځي الوتکو د پرزو د رانيولو او ايران ته‌يې د هغو د قاچاق هڅه کړې ده.

د امريکا د عدليې وزارت وايي، پر ٥٦ کلن رضا اولنګيان د منهټن فډرال قضايي هيئت له‎خوا څلور تورونه لګول شوي دي.

دى د سې شنبې په ورځ محکوم شو.

څارنوالانو ويلي، په دغو تورونو کې د الوتکو ضد توغنديو لاسته راوړل او ايران ته‌يې د هغو د انتقال همکاري هم شامله ده.

اولنګيان چې هم د ايران او هم د امريکا تابعيت لري، اټکل کېږي چې ښايي په دې تور لږ تر لږه په ۲۵ کلونو بند محکوم شي.

تمه کېږي دغه ايراني‌الاصله امريکايي د مارچ مياشتې پر ١٣مه په مجازاتو محکوم شي.

د رضا اولنګيان مدافع وکيل، لي ګينس برګ (Lee Ginsberg) ويلي، د منصفه هيئت پرېکړه ډېره مايوسوونکې وه او موږ تصميم لرو چې د استېناف غوښتنه وکړو.

دغه ايرانى ټبره څلور کاله مخکې په ايستونيا کې ونيول شو، خو وروسته د امريکا د مخدره موادو په وړاندې مبارزې ادارې له‎خوا د تنظيم شويو عملياتو په نتيجه کې امريکا ته وسپارل شو.

د څارنوالانو په خبره چې اولنګيان په ٢٠١٢ میلادي کال کې د دې ادارې له يوه مخفي مأمور سره په اوکراين کې کتلي وو.

دغه مأمور ځان د وسلو روسى دلال معرفي کړى و چې ګواکې غواړي له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکو راکټونو او د پوځي الوتکو د بېلابېلو پرزو پېرل تنظيم کړي.

د څارنوالانو وينا ده چې اولنګيان په خپلو مکالمو او اېمېلونو کې د دغو راکټونو او د الوتکو د پرزو د ترلاسه کولو او ايران ته‌يې د هغو د قاچاق په اړه خپل پلانونه تشرېح کړي دي.

څارنوالانو زياته کړې چې اولنګيان په پام کې لري چې دغه پرزې د افغانستان يا بل ګاونډي هېواد له طريقه ايران ته ولېږدوي.

دوى ويلي، اولنګيان د ۱۰ راکټونو د يوې معاملې او د الوتکو د لسګونو پرزو په اړه مذاکرې کړې دي.

ويل شوي چې دغه ايراني‌الاصله امريکايي د امريکا د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې له خفيه مأمور سره په وېډيو کنفرانس کې ويلي چې غواړي لږ تر لږه ٢٠٠ راکټونه ترلاسه کړي.

د څارنوالانو معلومات ښيي چې په ٢٠٠٧ میلادي کال د اولنګيان يوه هڅه چې غوښتل يئ ايران ته ١٠٠ راکټونه ترلاسه کړي، ناکامه شوه.

د څارنوالانو په وينا د اولنګيان ټوله هڅه دا وه چې د وسلو د خرڅلاو له درکه زياته ګټه ترلاسه کړي.

د رضا اولنګيان مدافع وکيل لي ګينس برګ محکمې ته ويلي، اولنګيان چې کله محصل و، د ايران حکومت پر ضد يې په اعتراضونو او مظاهرو کې فعال نقش درلود.

د ګينس برګ په وينا، کله چې اولنګيان احساس کړه، ممکن ايران نور هم ډموکرات شوى وي، هغه هېواد ته ستون شو.

د ګينس برګ په باور، وروسته له هغې چې په ٢٠٠٥ میلادي کال محمود احمدي نژاد د ايران ولسمشر وټاکل شو، اولنګيان هڅه وکړه، له هغو کسانو سره چې د وسلو په خرڅلاو کې دخيل وو، تماس ونيسي او ايران د هغو وسلو رانيولو ته وهڅوي.

د ګينس برګ په وينا، د اولنګيان هدف دا و چې د ايران حکومت د داسې يوه قرارداد په لومه کې راګېر کړي چې څرګنده شي، دوى واقعاً غواړي څه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG