د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

افغانستان سره پر پوله ناامنيو د ترکمنستان کليوال بېرولي


د ترکمنستان په هغو سيمو کې چې د افغانستان پولې ته څېرمه پرتې دي، خلک شکايت لري چې ناامنيو د دوى ژوند تريخ کړى دى.

د مارچَک کلي اوسېدونکي وايي، هر وخت‌يې پر کور-کلي مرمۍ لګېږي، که‌يې کولاى شوى وختي به بل ځاى ته کډه شوي وو.

په هرات، فارياب، بادغيس او جوزجان ولايتونو کې چې يو وخت د افغانستان خوندي ولايتونه ګڼل کېدل، حملې او وسله‌والې جګړې عامې شوې دي.

د ناامنيو د زياتېدو له کبله د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم هم څو-څو وارې سيمې ته سفر وکړ او هلته‌يې د پوځي عملياتو مشري په غاړه واخيسته.

دوستم څو وارې د وسله‌والو د مخنیوي لپاره سيمې ته سفر وکړ.
دوستم څو وارې د وسله‌والو د مخنیوي لپاره سيمې ته سفر وکړ.

ويل کېږي د دغو عملياتو له کبله ځيني سيمې له وسله‌والو طالبانو او د هغوى له متحدانو ونيول شوې.

د افغانستان رسنيو د دغو عملياتو او د ترکمنستان پولې ته نېږدې د جګړې راپور هم ورکړى، خو په عشق‌اباد کې چارواکي وايي، دوى له افغانستان سره په سرحد کې کومه امنيتي ستونزه نه‌لري.

د ازادي راډيو ترکمنۍ څانګه توانېدلې د مارچک کلي له ګڼو اوسېدونکو سره خبرې وکړي.

مارچک کلى د ترکمنستان د ماري ولايت په تخته بازار ولسوالۍ کې د افغانستان سرحد ته نېږدې پروت دى.

د کلي اوسېدونکي وايي، زيات وخت مرمۍ د دوى پر کلي هم لګېږي.

یاد خلک وايي دوی کله کله د ډزو غږونه هم اوري.
یاد خلک وايي دوی کله کله د ډزو غږونه هم اوري.

د ترکمنستان حکومت معمولاً د هغو کسانو په وړاندې جدي چلند کوي چې له بهرنيو رسنيو سره د ترکمنستان پر وضعيت خبرې کوي، يا داسې معلومات له رسنيو سره شريکوي چې د چارواکو له څرګندونو سره په ټکر کې وي.

د دغو ملحوظاتو له کبله په راپور کې د مرکه شويو کسانو نومونه نه‌دي اخيستل شوي.

د ترکمنستان په سرحد کې پراته کليوال وايي، په جنوبي سيمو کې هره ورځ د ډزو غږونه اورېدل کېږي او کلي ته‌يې نېږدې پوځي څرخي الوتکې ګرځي چې ظاهراً پر سرحد ګزمه کوي.

يوه کليوال ادعا وکړه چې په وروستيو کې يوه مرمۍ د يوې نجلۍ پر لاس ولګېده.

د ده په وينا دولت د هغې د درملنې لګښت ورکړ خو پوليسو په هغې يو بيان لاسليک کړ او ورڅخه‌يې غوښتنه وکړه چې د پېښې په اړه هېڅ‌چا ته څه ونه‌وايي.

د دې سرحدي کلي ځيني اوسېدونکي نورو ځايونو ته کډې کولو ته مجبوره شوي دي، خو ټول د کډې کولو وس نه‌لري.

په مارچک کلي کې پاتې کسان همالته د ژوند سختۍ تېروي.

د ازادي راډيو د ترکمني څانګې د راپور له مخې د کلي ځينو اوسېدونکو ځانونو ته د پناه کېدو ځايونه جوړ کړي چې د نښتو او په خاص ډول د افغانستان په خاوره کې دننه په سرحدي سيمه کې د ناامنيو په وخت کې هلته پناه وړي.

خو د مارچک کلي اوسېدونکو ته د دولت له‌خوا دومره مرستې نه‌رسېږي، ځکه په رسمي ډول د دوى ستونزه جدي نه‌ده نيول شوې.

XS
SM
MD
LG