د میدان وردګو د ولایتي شورا یو شمېر غړي له مرکزي حکومت نه غواړي چې د یاد ولایت په بهسودو او جلرېز ولسوالیو کې د هغو خپل سرو وسلهوالو مخه ونیسي چې خلکو تهیې ګڼې ستونزې راپیدا کړي دي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریفالله هوتک وایي، دغه وسلهوال چې شمېر یې له دونیم سوه تر درې سوه پورې رسېږي، د بهسودو او جلرېز ولسوالیو په ځينو برخو کې فعالیت لري.
هوتک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسلهوال د ولسي پاڅون کوونکو په نوم فعالیت کوي، خو په حقیقت کې دا خپل سري ملېشې دي چې دولت ته هېڅ ژمنتیا نهلري.
نوموړي زیاته کړه:
"دا خلک خپل سري وسلهوال دي، شخصي زندانونه لري، ان ثقیله وسلې ورسره دي، دغو خلکو د دولت ساختماني پروژې هم بندې کړي دي، د دغو پروژو نه باجونه اخلي، انجنیرانیې برمته کړي دي، د دولت هېڅ ډول قوانینو ته ژمن نهدي او نههم له دولت سره رسمیت لري."
ښاغلی هوتک وایي، ولایتي اداره د دغو وسلهوالو په کنټرولولو کې ناتوانه ده ځکه دوی د حکومت له دننه د ځینو کړیو ملاتړ له ځانه سره لري.
نوموړي که څه هم په حکومت کې دننه د کوم ځانګړي کس یا ډلې یادونه نهکوي خو زیاتوي چې له دغې ډلې سره د ایران ملاتړ هم شته.
ازادي راډیو څه باندې یو کال مخکې هم په دې اړه د سیمې د خلکو او ځایي چارواکو په حواله راپور برابر کړی و چې پهکې د عليپور په نوم یو کس ښودل شوی و چې په سیمه کې د شاوخوا ۷۰۰ ملېشو مشري کوي.
خو دولت ولې د خپل سره وسلهوالو د مخنیوي لپاره اقدام نهکوي؟ همدا پوښتنې ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ځواب وايي:
"موږ په هر ځای کې چې د دا ډول خلکو راپورونه راکړل شي او یا زموږ پولیس ورسره مخامخ شي، طبعاً د دوی د بېوسلې کولو او نیولو لپاره اقدام کوو."
د خپل سرو وسلهوالو فعالیت د میدان وردګو تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.
پروان او کندز هم هغه ولایتونه دي چې د ځایي چارواکو په وینا پهکې دغو ډلو د وسلهوالو مخالفینو تر څنګ پراخې نا امنۍ رامنځته کړي دي.
راپور: محمد قسیم سولهمل