د لاسرسي لېنکونه

د غور چارواکي وایي چې وسله‎والو طالبانو د دغه ولایت له شهرک ولسوالۍ څخه دوه ښځینه ښوونکې برمته کړي دي.

د شهرک ولسوال محمد کبیري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ښوونکي تېره ورځ ناوخته د وسله‎والو طالبانو له‎خوا برمته شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه ښوونکي د پوهنې لپاره نړیوال مشارکت له پروګرام سره کار کاوه.

له بلې خوا په غور کې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت پروګرام مسؤل محمد شیرزي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ښوونکي له خپل یوه محرم سره هغه مهال د وسله‎والو طالبانو له‎خوا برمته شوې چې د په یوه روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ولایت مرکز ته تللې.

خو وسله‎والو طالبانو څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG