د لاسرسي لېنکونه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا "یو. ان. اېچ. سي. ار" وايي، د پاکستان له حکومت سره هوکړې ته رسیدلې څو د ژمي په موسم کې له هغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد دا خبرې نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وکړې.

ښاغلی فرهاد وايي، افغان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه‎دی روښانه کړی خو په وینا یې چې په‎دې برخه کې خبرې روانې دي څو د افغان کډوالو ستونزو حل لاره پیدا کړي.

ویل کېږي چې د تېر یو کال راهیسې نېږدې شپږ لکه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG