د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

۲۱مه پېړۍ او په افغانستان کې د «انلاین» زده‌کړو ستونزه


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، له روانو هڅو باوجود بیا هم له لیرې واټن څخه د برېښنايي «انلاین» زده‌کړو په برخه کې د زېربنا په ګډون یو لړ ستونزې پر ځای دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د منظم تعلیمي نصاب نه‌شتون، د زېربنا په ځانګړي ډول د انټرنټ د کمزورتیا، داستادانو کموالی او د پوهنتونو په کچه د منظمو کمېټو نه‌رامنځته کېدل لاهم په افغانستان کې له لیرې واټن څخه د برېښنايي «انلاین» زده‌کړو په وړاندې عمده ستونزې دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد عثمان بابري د چهارشنبې په ورځ د برېښنايي «انلاین» زده‌کړو د وضعیت د ارزولو او پياوړتیا په څلورمه غوڼده کې وویل په پام کې ده چې د شته ستونزو د هواري او د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره یو ډيپارټمنټ رامنځته شي.

بابري: د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره باید یو ډيپارټمنټ رامنځته شي.
بابري: د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره باید یو ډيپارټمنټ رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زېربنا چې ډېره اړینه ده باید پراختیا پيدا کړي او پياوړې شي داسې نه‌دي شوي، د دې لپاره چې ستونزې تعقیب شي او منابعو ته زمینه برابره کړي د داسې یوه ډیپارټمنت رامنځته کېدل اړین برېښي."

شاوخوا دوه کاله وړاندې په افغانستان کې له لیرې واټن څخه د برېښنايي «انلاین» زده‌کړو له پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام پيل شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي وايي چې دا مهال د هېوادونو په ځینو مهمو پوهنتونو کې له دې پروګرام څخه زرګونه محصلین ګټه اخلي، خو د انټرنیټ د سرعت کموالی او ناسم کیفیت‌یې پر وړاندې لویه ستونزه ده.

د انټرنټ د سرعت کموالی یې پر وړاندې لویې ستونزې دي.
د انټرنټ د سرعت کموالی یې پر وړاندې لویې ستونزې دي.

بل‌خوا د لوړو زده‌کړو په برخه کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي چې په همدې غونډه کې خبرې کولې وویل، په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې به د انټرنټ په برخه کې تر پنځه سوه میلیونه ډالرو پانګونه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"هیله شته چې په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې شخصي کمپنۍ د انټرنټ د زېربنا په برخه کې له ۳ سوه تر ۵ سوه ډالرو پورې پانګونه وکړي چې ورسره به د انټرنټ کیفیت ښه شي او هم به‌یې بیې راښکته شي، هېوادوال او محصلین به ورنه ښه استفاده وکړي."

خو ښاغلي قیومي په یاده برخه کې د استادانو د کموالي د ستونزې په اړه وايي چې یوازې افغانستان نه بلکې نور هېوادونه هم له یادې ستونزې سره مخ دي چې په اوږدمهالي کې به هواره شي.

د پوهنتونونو یو شمېر استادان په اوسنیو شرایطو کې له لیرې واټن څخه زده‌کړه زیاته مهمه بولي، ځکه د دوی په خبره استادان او محصلین کولای شي په کم وخت کې له وروستیو پرمختګونو خبر شي.

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد سخي محمدي ازادي راډیو ته وویل دا ډول زده‌کړې د هغه چا لپاره زیاته ګټورې دې چې دندې لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG