د لاسرسي لېنکونه

م.م: ژمې کې له پاکستان نه د افغان کډوالو پر نه ایستلو موافقه شوې


د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو نو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد.

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو نو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، له پاکستان حکومت سره هوکړې ته رسېدلی څو د ژمي په موسم کې له هغه هېواده د افغان ګډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

په کابل کې د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د حکومت د غوښتنې پر بنسټ دغې ادارې پرېکړه کړې چې د روان ژمي په دریو میاشتو کې به له پاکستانه د افغان ګډوالو د راستنېدو لړۍ ودروي.

ښاغلی فرهاد وايي، افغان حکومت لاتر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی، خو په خبره یې بحثونه روان دي چې د کډوالو ستونزو ته یوه معقوله حل لاره وموندل شي.

په دی اړه د ازادي راډيو خبریال عبادالله حنان زي له ښاغلي فرهاد سره مرګه کړې او په سر کې یې د دغې پرېکړې د عواملو په اړه ورنه پوښتلي دي:

XS
SM
MD
LG