د لاسرسي لېنکونه

د ماین پر ضد د مبارزې نړیواله اداره "International Campaign To Ban Landmines" وايي، تېر کال د ټولې نړۍ په پرتله په افغانستان کې زیات خلک د ماینونو د چاودنې قرباني شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۳۱۰ تنه افغانان د ماین په چاودنه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

د دې ادارې په حواله، تېر کال په ټوله نړۍ کې د ماین د قربانیانو شمېر د وړمه کال په پرتله ۷۵ فیصده لوړ شوی او ۶۴۶۱ تنه د ماین په چاودنه کې زخمیان یا وژل شوي دي.

د ماینونو پر ضد د مبارزې دې نړیوالې ادارې ویلي چې په افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، یمن او اوکراین کې د جګړو له امله د ماین قربانیان زیات شوي دی.

XS
SM
MD
LG