د لاسرسي لېنکونه

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم‌الجعفري وايي، په موصل کې زیاتې سیمې د داعش له لاسه وتلې دي او د دې هېواد امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال‎ کې دي.

جعفري پرون سې شنبه د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې خبریالانو ته وویل:

"موږ د موصل جګړه کې د داعش ۱۷۰۰ وسله‎وال وژلي، ۶۵۰ موټر چې د بمي چاودنو لپاره تیار شوي وو او ۱۲۰ ترورېستان نیولي دي. ډېر هغه تونلونه چې د داعش غړو کار ورڅخه اخیست ویجاړ شوي دي. په سیمه کې د جګړې له امله ۶۲ زره کسان نورو سیمو ته تښتېدلي او موږ فکر کوو چې دا شمېر ښايي زیات شي."

د عراق د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د موصل په درېیو کې یوه برخه حکومتي قواوو نیولې خو امنیتي ځواکونه سوکه حرکت کوي نو ښايي بشپړه ازادي یې زیات وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG