د لاسرسي لېنکونه

ایراني چارواکي وايي، د سوریې په جنګ کې تر زرو زیات ایراني وسله‎وال وژل شوي دي.

په ایران کې د "بنیادشهدا" ادارې مشر محمد علي شهیدي محلاتي پرون سې شنبه وویل چې دا کسان په سوریه کې د سپېڅلو مذهبي سیمو او د شیعه‎ګانو د زیارتونو د ساتنې لپاره په جګړه کې وژل شوي دي.

ایران "له سپېڅلو مذهبي اماکنو دفاع" اصطلاح د هغو ایرانیانو لپاره کاروي چې سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره جنګېږي.

د ایران حکومت ادعا کوي چې دا کسان په خپله خوښه سوریې ته ځي.

ایران د بشار الاسد رژیم مالي او پوځي ملاتړ کوي او غواړي چې حکومت‌يې ټینګ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG