د لاسرسي لېنکونه

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازی خبرداری ورکوي چې حکومتي ځواکونه به په حلب ښار کې د وسله‎والو د مقاومت د ماتولو لپاره نوي پوځي عملیات پیل کړي.

سټیفن دي مېستورا وايي، د سوريې حکومت غواړي له دې نه مخکې چې ډونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، حلب کې روان مقاومت وځپي.

دي مېستورا پرون د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه په سوریه او په ځانګړي ډول په حلب ښار کې د روانو هوايې بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

یو شمېر لوېدیځ ډیپلوماټان وايي، د سوريې ولسمشر بشار الاسد ښايي د ډونالد ټرمپ دې ژمنې ته په پام سره چې دی به له روسيې سره نېږدې اړیکې جوړې کړي، وهڅېږي چې د حلب ښار جګړه وګټي.

د سوريې حلب ښار د دې هېواد د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د تر ټولو سختو نښتو شاهد دی او دا مهال په‌کې شاوخوا ۲۷۵۰۰۰ کسان کلابند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG