د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

هېواد: د ټاکنو لپاره حکومت مهم ګام پورته کړ


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتي کمېسیونونو د نوېو کمېشنرانو د معرفۍ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې په دې اړه لیکلي، دا د کوم منطق حکم دی چې په درغلیو تورن کمېسیونونه دې ړنګ او غړي دې ګوښه کړای شي خو د همغو کمېسیونونو د درغلیو په پایله کې جوړ شوی حکومت دې پر ځای او مشروعیت دې خوندي وي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د انتخاباتو او شکایتونو د کمېسیونونو د نوېو غړو له لوړې سره حکومت خپل مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی دی، د ټاکنو لپاره حکومت مهم ګام پورته کړ.

هېواد په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر غني پرون د نوېو کمېشنرانو د لوړې په مراسمو کې وویل د قانون پر بنسټ د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د وروستي نوملړ معرفي کول د ولسمشر واک دی خو له اجرائیه رئیس، سترې محکمې، لوی څارنوالۍ او د افغانستان پر اساسي قانون د څارد کمېسیون په مشورې یې دا کار کړی دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکلي، نوي کمېشنران باید په پوره بې‎طرفۍ او زړورتیا سره دې دندو ته اوږه ورکړي ځکه پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د ملت ستره هیله، د حکومت ستره ژمنه او د نړیوالې ټولنې ستر شرط ګڼل کېږي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، داسې ښکاري چې پر ټاکنیزو کمېسیونونو د ملي وحدت د حکومت کودتا بریالی شوه او دوی د نورو حکومتي څوکیو د وېشلو تر څنګ د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیونونه هم سره وویشل.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، که څه هم دوی دغه کارته د اصلاحاتو نوم ورکړی خو ټول پوهېږي چې دا کار نه یوازې دا چې له قوانینو سره ټکر لري بلکې دوی په دې ډول ټاکنیز کمېسیونونه هم د ملي وحدت د حکومت په شان کړل.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، په لېست کې داسې ډېر کم کسان دي چې لږ تر لږه د ټاکڼو په اړه لومړني معلومات ولري خو داسې کسان په کې خورا زیات دي چې نه پر ټاکنو پوهېږي او نه یې هم د ټاکنو اړوند یو ورځ کاري تجربه شته.

XS
SM
MD
LG