د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" پرون سې شنبه وویل چې په سوریه کې د بېپیلوټه الوتکې په حمله کې د القاعده شبکې لوی قوماندان وژل شوی دی.
د پنټاګون په وینا، د القاعده شبکې دا قوماندان ابو افغانالمصري نومېږي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې سره یوځای شوی او د القاعده په لیکو کې جنګېدلی و.
ابو افغانالمصري په خټه مصری دی.
د پنټاګون ویاند پیټرکوک پرون وویل چې د القاعده شبکې دا غړی د نوومبر په اتلسمه نېټه د سوريې په شمال لوېدیځ کې د بېپيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
پیټرکوک زیاته کړه چې المصري په لومړیو کې په افغانستان کې له القاعده سره یوځای شوی او بیا سوريې ته تللی او هلته له وسلهوالو ډلو سره ملګری شوی و.
د کوک په وینا، المصري د اسیا په جنوب لوېدیځ کې هم له ترورېستي ډلو سره ارتباط درلود.
پنټاګون د المصري د فعالیت په اړه نور جزئیات نهدي څرګند کړي خو ویلي يې دي چې په القاعده کې یې د رهبرۍ رول درلود.
پیټرکوک وویل چې المصري د القاعده شبکې د فعالیتونو په تنظیم کې لوی لاس درلود او له ډېرې مودې راهیسې د امریکا تر نظر لاندې و.
د امریکا دفاع وزارت په اکټوبر کې هم وویل چې د امریکا هوايي حمله کې چې د سوريې ادلب ښار ته نېږدې وشوه، د احمد سلامه مبروک په نوم د القاعده یو مهم غړی ووژل شو.
مبروک په خټه مصری و چې د ابو فراج په نوم هم ډېر پېژندل شوی و.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف په سوریه کې د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې پر ضد عملیات کوي.
خو د ائتلاف قواوې هلته د نورو ترورېستي ډلو لکه جبههالنصره پر ضد چې له القاعده شبکې سره یوځای شوې، هم حملې کوي.
په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې په سوریه کې تر یو میلیون زیات وګړي په محاصره کې دي چې بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل سټیفن اوبراین روانه اوونۍ وویل چې په زیاتو مواردو کې د سوریې رژیم خلک محاصره کړي دي.
اوبراین د بشارالاسد پر رژیم په شدت نیوکه وکړه او ويېویل چې پر ملکي خلکو بمبارۍ کېږي، قحطۍ ځپلي، درمل یا صحي خدمات نهلري.
د هغه په وینا، پر دې خلکو فشار راوستل کېږي چې له خپلو سیمو وتښتي یا تسلیم شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون ویاند روپیت کولویل پرون په جنیوا کې خبریالانو ته په سوریه کې په ځانګړي ډول په حلب کې د بشري وضعیت په اړه وویل:
"د حلب په ختیځ کې وضعیت دومره خراب دی چې د بیان وړ نهدی. زه فکر کوم چې موږ ټول، هلته د وضعیت په اړه خبر نهلرو او هېڅ نهشو ویلای ځکه حالت ډېر زیات خراب دی. د پوځي عملیاتو له خال-خال کرارۍ سره هم، هلته روان وضعیت وحشتناک دی. دا چې پر روغتونو او کلینیکونو حملې کېږي، د ډېرې زیاتې اندېښنې وړ مسئله ده."
په سوریه کې په روانه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر کورنۍ له دې هېواده کډه کېدو ته اړ شوي دي.