د لاسرسي لېنکونه

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په یوه جومات کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنه ټپيان شوي دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن سې شنبې د ماښام لمانځه پر مهال د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې په رضائیه جومات کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یوه کس د یاد جومات د کتابونو په المارۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړو وو چې وورسته یې چاودنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کس تر پېښې وروسته تښتېدلی خو زیاته یې کړه چې د نیولو هڅې روانې دي.

تر دا مهاله ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG