د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

کابل کې د شیعه‌و پر جومات حمله لویدیځو ورځپاڼو څېړلې


د لویدیځ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کې په کابل کې د شیعه‌و پر جومات د دوشنبې د ورځې د برید مسئله څېړلې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، تر برید وروسته اعماق خبري اژانس چې د داعش مربوط دی، اعلان وکړ چې د دوی یوه کس دا حمله کړې ده.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د شیعه‌و پر یوه فرهنګي مرکز او جومات د دوشنبې په ورځ هغه وخت ځان وژونکی برید وشو چې خلکو د امام حسین د تلین څلویښتمه لمانځله.

واشنګټن پوسټ د پېښې یو عیني تصویر وړاندې کړی چې څرنګه ویني بهیدلې، څرنګه شیشې ماتې ماتې شوي او څرنګه بیا تر پېښې وروسته ښاروالۍ له خلکو پاتې شوي بوټان راغونډ کړې دي.

ورځپاڼې د یوې ستنې عکس خپور کړی دی چې پر چرو لګیدلې او ترې پورته په عربي ژبه لیکل شوي دي چې "جومات د روحي تسکین ځای دی."

د ورځپاڼې په باور داسې ښکاري چې د دې برید هدف په افغانستان کې د فرقه اي شخړو رامنځته کول دي، په هغه هېواد کې چې د تاریخ په اوږدو د شیعه‌و او سُنیانو اړیکې ښه وو.

واشنګټن پوسټ لیکي چې یو شمېر سُنیانو هم په جومات کې د اربعین په ماتم کې له شیعه‌و سره یوځای برخه اخېستې وه.

ورځپاڼې د علي هادي لقواني په نوم د یوه هزاره خبرې رااخیستې دي چې وایي، کومو کسانو چې دا برید کړی دی، هغوی غواړي چې د شیعه‌و په منځ کې ویره او ترهه راپیدا کړي او موږ له سُنیانو بیل کړي.

د لویدیځ بلې ورځپاڼې، ګارډین هم د فرقه‌اي شخړو مسئلې ته اشاره کړې او لیکي چې افغانستان په دودیز ډول له فرقه‌اي شخړو لېرې پاتې شوی دی او په دغه هېواد کې فرقه‌اي شخړې د سیمې د هېوادو په پرتله کمې دي، خو دا په تېرو څو میاشتو کې درېیمه ستره حمله ده چې په کابل کې پر شیعه‌و کېږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپانې بیا د فرقه‌اي شخړو په برخه کې افغانستان له ګاونډیو سره مقایسه کړی او لیکي چې تر اوسه افغانستان د خپلو اکثرو ګاونډیو په پرتله له فرقه‌اي اختلافاتو لرې دی، خو د دوشنبې د ورځې په څير پېښې دا اندیښنه پیدا کوي چې د مذهبي ډلو ترمنځ اختلافات پيدا نه‌شي.

وال سټریټ ژورنال په خپله مقاله کې د داعش په اړه چې د باقر العلوم د چاودنې مسؤلیت یې منلی، لیکي:

داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان ختیځ کې سر راپورته کړ.

په پیل کې یې تمرکز پر دې و چې طالبان وځپي او ځان ته په ننګرهار کې د پښو ځای پیدا کړي، خو له یوه کال راپه دې خوا داعش له طالبانو سره شخړې بس کړې دي او په کابل کې یې یو شمېر پیچلي بریدونه ترسره کړي چې دا د دې نښه ده چې په افغانستان کې د دې ډلې نفوذ په زیاتېدو دی.

XS
SM
MD
LG