د لاسرسي لېنکونه

د راپورونو له مخې هغه د پیلوټي زده‌کړې دوه افغان محصلین چې په چک جمهوريت کې یې زده‌کړې کولې او جرمني ته تښتېدلي و، د جرمني پولیسو موندلي او بېرته‌یې د چک پولیسو ته سپارلي دي.

د چک «CTK» خبري اژانس د راپور له مخې دغو دوو افغان محصلینو چې د چک په پوځي اکاډمۍ کې د پیلوټي زده‌کړې کولې له قانوني اسنادو او اجازې پرته جرمني ته تللي و چې محلي پولیسو پیدا او بېرته‌یې د «هرادیڅ کرالوې» هوايي ډګر ته چې دوی ته په‌کې د پیلوټي روزنه ورکول کېده، راوګرځول.

د خبر له مخې دغو محصلینو چې د هلیکوپټرو د پیلوټي زده‌کړې کولې، د چک د قانون له مخې کومه سرغړونه نه‌ده کړې، خو افغان چارواکو ته مسؤل دي چې هغوی ته به ځواب وايي.

د بوهیمیا سیمې د پولیسو د ویاندې حنا کلیڅالووا له قوله ویل شوي چې دوی په چک کې د اوسېدو اجازه درلوده او د شېنګېن سیمې له کورنیو پولو په تېرېدو سره‌یې کوم قانون نه‌دی تر پښو لاندې کړی.

د راپورونو له مخې د چک پولیسو د یوې اطلاع پر اساس چې دوی ته د دغو محصلینو د ورکېدو په اړه ورکړل شوې وه، د هغوی لټون پیل کړی و.

د جرمني پولیسو بالاخره دغه د شلو او ۲۶ کلونو په عمر افغان محصلین پیدا او هغوی یې بېرته هرادیڅ کرالوې ته راګرځولي.

کلیڅالووا وویل، موږ ته خبر راکړل شوی وو چې د پوځي زده‌کړو دوه محصلین له تېرې چهارشنبې ورځې له هغه هوټله چې افغان محصلین په‌کې اوسېږي، ورک شوي دي.

د هغې په وینا موږ هم د دغو محصلینو پر لټون سربېره د هغوی د هویت په اړه ځیني معلومات د شېنګېن سیمې د هېوادونو ګډ سیسټم ته داخل کړل چې د ورځې په پای کې د جرمني پولیسو هغوی وموندل او بېرته‌یې موږ ته وسپارل.

کلیڅالووا وویل، د امریکا د هوایي ځواکونو تر څارنې لاندې د چک یوه خصوصي کمپنۍ دغو افغان پوځیانو ته روزنه ورکوي.

دغه محصلین د روسي ساخت هلیکوپټرو لپاره چې په اوس وخت کې یې یو شمېر د افغان هوایي ځواکونو په اختیار کې دي، د پیلوټانو په توګه روزل کېږي.

په متحده ایالتو کې د ورته څو پېښو وروسته د افغانستان دفاع وزارت چارواکو ویلي چې د هغو افغان محصلینو چې د پوځي زده‌کړو لپاره به بهر ته استول کېږي، پروسه سختوي او پر دقیقې څېړنې او نغدي ضمانتونو سربېره به د هغوی بایومیټریک هم ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG