د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

کاراګوډین څلور کاله وروسته د خپل نیکه وژونکي ستالیني اجنټان وموندل


یو شخص څلور کاله لټون وکړ څو د هغو ستالیني اجنټانو نومونه پیدا کړي چې په ۱۹۳۸ میلادي کال کې د پخواني شوروي د واکمنۍ پر مهال‌یې د ده نیکه وژلی و.

د ده دا لټون نه‌یوازې بریالی شو، بلکې د ستالیني اجنټانو څخه د یوې له لمسۍ سره په پخلاینه تمام شو.

د نومبر په شلمه نېټه ډینیس کاراګوډین د مننې یو ځانګړی لیک ترلاسه کړ.

دا لیک د جوسېف ستالین د هغو درې پټو پولیسو څخه د یوه لمسۍ لیکلی و چې د ۱۹۳۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۱مه نېټه‌یې د کاراګوډین نیکه د سربیا په توماسک ښار کې وژلی و.

نوموړی وايي، دې لیک هغه بحث پرانیست چې د ستالین څخه وروسته په ۱۹۵۰ میلادي کال کې پرې روسانو بحث کول نه‌غوښتل.

په دې لیک کې د هغې ښځې له‌خوا چې نوم‌یې یولیا ښودل شوی لیکل شوي و:

"ما څو شپې خوب نه‌دی کړی، ما ستا پر وېب‌پاڼه ټول مواد او اسناد ولوستل، بیا بیا مې پر هر څه فکر وکړ، په دې چې زه څه کولای شم، زما فکر دا مني، هغه څه چې پېښ شوي زه په‌کې مجرمه نه‌یم، خو هغه احساس چې زه‌یې لرم په کلماتو یې نه‌شم بیانولی."

د ستالین د دې درې هغو خفیه پولیسو څخه چې د کاراګوډین نیکه‌یې وژلی و د یوه لمسۍ په دې لیک کې وړاندې ویلي:

"ستا د هغه ستر کار له کبله مننه چې د سختو رښتیاوو د موندنې لپاره دې کړی دی، دا موږ ته هیله راکوي چې ستاسو په شان د خلکو له برکته به ټولنه بېرته خپل حال ته راګرځي، یو وار بیا مننه، ما وبخښه."

په دې کیسه کې د یولیا لیک چې د ۱۹۳۷ میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د کاراګوډین د نیکه سټیفن کاراګوډین په نیولو پیل شوه تازه خبره ده.

په دې شپه سټیفن کاراګوډین د ۱۹۱۷ میلادي کال د کودتا وروسته د درېیم ځل لپاره ونیول شو او بیا ونه‌لیدل شو.

د دې میاشتې په سر کې ډینیس کاراګوډین یو بل پوستي پاکټ هم ترلاسه کړی و چې ممکن د یولیا له لیک هم ډېر مهم و.

د روسیې د فدرالي امنیت د ادارې ارشیف د نوموړي د بیا بیا غوښتنو په ځواب کې نوموړي ته د هغه اصلي سند کاپي استولې وه چې د ده د نیکه د اعدام په اړه په‌کې محکمې ته راپور ورکړل شوی و.

په دې سند کې د پخواني شوروي اتحاد په معموله وچه رسمي ژبه ویل شوي و چې "د محکمې حکم عملي شو." په دې مهر شوي سند کې د هغو درې خفیه پولیسو نومونه یاد شوي وو چې په ډزو یې د سټیفن کاراګوډین د وژلو مسؤلیت منلی و.

په سند کې په روښانه ټکو لیکل شوي و چې کاراګوډین او شپږ تنه نور د ۱۹۳۸ میلادي کال د جنورۍ په لومړنۍ نېټه د نیکولای ځیریانوف، سرګي ډینیسوف او یکاتیرینا نوسکوا له‌خوا په ډزو ووژل شول.

ډینیس کاراګوډین وايي، دا یوه ناڅاپي موندنه وه، نوموړي ازادي راډیو ته وویل له کومو تاریخپوهانو سره چې یې خبرې کړي دا ورته د نه‌منلو خبره ښکاري.

نوموړی وايي، هېڅ نه‌پوهېږي چې ده ته په استول شوي سند کې ولې نه‌دي لیکل شوي چې «محرم» سند دی.

ډینیس له اوږدې مودې راهیسې د خپل نیکه د اعداموونکو د نومونو د موندلو هڅه کوله او یو مهال‌یې ازادي راډیو ته ویلي و چې د روسیې اوسنۍ امنیتي اداره د ده د لټون د بریالي کېدو مخه نیسي.

خو اوس وايي، دا لټون‌یې بشپړ شوی دی.

نوموړی وايي، د ده په څېړنو کې د ده د نیکه په وژنه کې د مسؤلو کسانو یو زنځیر موندل شوی.

په دې زنځیر کې له ستالین رانیولې، د هغه وخت د خفیه پولیسو تر مشر، تر ځايي امنیتي چارواکو، د هغې محکمې تر غړو چې د دې اعدام حکم‌یې ورکړی او تر درې تنو وژونکو پورې چې دا حکم‌یې اجرا کړی او د ده د نیکه مړی یې د ټومسک ښار په څنډه کې په ډله‌ییز قبر کې غورځولی وو بېلابېلې کړۍ شاملې دي.

کاراګوډین پر دې باور دی چې د ده کار هغه ډېر ضروري بحث رامنځته کړی چې له ډېرې مودې راهیسې ورته ټولنه کې کم اهمیت ورکړل شوی.

او هغه د خپلو خلکو په وړاندې د کمونېست دولت جنایات دي چې نه‌دي څېړل شوي او نه په دې برخه کې د مسؤلو کسانو سره د قانوني چلند په اړه بحث شوی.

XS
SM
MD
LG