د لاسرسي لېنکونه

په مصر کې د استېناف یوې لوړپوړې محکمې د هغه هېواد د لیري کړل شوي ولسمشر محمد مرسي په وړاندې د ابدي حبس حکم لغوه کړ.

دغې محکمې نن حکم کړی چې د بهرنیو سازمانونو په وړاندې د هغو ترورېستي بریدونو د پلانولو په تور چې کولای شي د مصر ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي، ۶۵ کلن مرسي باید بیا محاکمه شي.

همدې محکمې تېره اوونۍ د مرسي د اعدام سزا هم لغوه کړه.

محمد مرسي په ۲۰۱۱ کال کې د حسن مبارک د واکمنۍ پر وړاندې د پراخو مظاهرو پر مهال په هغې قضیې کې په لاس لرلو تورن وو چې له یوه زندان څخه ډېر شمېر بندیان په‌کې وتښتېدل.

حسن مبارک په خپله هم د نورو تورونو په تړاو په زندان کې دی.

مرسي په ۲۰۱۲ کال کې د مصر د ولسمشر په توګه انتخاب شو او تر واکمنۍ یو کال وروسته د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه لیرې کړای شو او زندان ته ولېږل شو.

XS
SM
MD
LG