د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

پېښور کې د ملېشه ځواک پر موټر برید ۳ سرتېري وژلي


د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې چارواکي وايي چې د پاکستان د ملېشه ځواک پر موټر بمي چاودنه شوې چې د دغه ځواک ګڼ شمېر سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور د امنیتي چارواکو په خبره، د ملېشه ځواک پر موټر دا بمي برید د سې شنبې په ورځ د دې ښار په "بشیر اباد" نومې سیمه کې شوی چې په نتیجه کې یې د ملېشه ځواک ۳ سرتېري وژل شوي او ۶ نور په‌کې ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، د پېښې په ټپیانو کې ملکي کسان هم شامل دي چې د درملنې لپاره د یاد ښار بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پېښور ښار د پولیسو یوه چارواکي «اېس. اېس. پي» اپرېشنز سجاد خان د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ملېشه ځواک پر موټر هغه وخت د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې یاد موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

له بلې‌خوا بیا د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند ذوالفقار باباخېل د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې ویلي چې د دوی روغتون ته د دغه برید ۶ ټپیان وروړل شوي چې د ۲ تنو روغتیايي حالت په‌کې مرګونی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ته درې مړي راوړل شوي او ۶ په‌کې ټپیان دي چې ۱ په‌کې ملکي کس او نور په‌کې امنیتي سرتېري دي، د بم د زخمیانو په باره کې څه ویل کېدی نه‌شي، خو په دغو ټپیانو کې ۲ لږ «Serious» مرګوني دي او باقي ښه دي."

په پېښور کې د بمونو د ناکاره کولو د ادارې د چارواکو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه یو کېلو چاودېدونکي مواد کارول شوي و.

امنیتي او روغتیايي چارواکي تر پېښې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، د پېښې په اړه‌یې تحقیقات پیل کړي او تلاشي عملیات‌یې هم کړي دي.

په پېښور کې د ملېشه ځواک د سرتېرو پر موټر دا بمي چاودنه تر هغې وروسته شوې چې د امنیتي چارواکو تېره ورځ په یاد ښار کې د امام حسین د څلوېښتۍ په مناسبت سخت امنیتي اقدامات کړي و او د بازارونو په بندولو سربېره‌یې په پېښور کې ټیلیفوني خدمتونه هم غېر فعاله کړی و.

په پېښور کې په دې وروستیو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه او د هغوی هدفي وژنې یو ځل بیا ډېرې شوي او ویل کېږي چې په بشیر اباد کې تر دې مخکې هم پر ملېشه ځواکونو بریدونه شوي چې هغوی ته په‌کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

که څه په پېښور کې پر امنیتي سرتېرو د دغه تازه برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دې ډول ډېری بریدونو مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG