د لاسرسي لېنکونه

نړیوال سازمانونه: افغان حکومت دې د مذهبي مراسمو امنیت ته پلان ولري


د بشري حقونو د څار ډلې او د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د شیعه‎‌ګانو پر جومات پرونی برید وغانده او ټینګار یې وکړ چې د مذهبي مراسمو د امنیت لپاره باید هلې ځلې زیاتې شي.

په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې شیعه‎ګان ډېر په نښه کېږي، پخوا پر دوی دومره حملې نه‌کېدې.

په دې پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستي بریدونو پر مهال تر ۵۰۰ ډېر شیعه‎ګان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان حکومت باید د اقلیت شیعه‎و د سترو مذهبي مراسمو د امنیت لپاره غوره پلان ولري.

هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان حکومت باید د اقلیت شیعه‎و د سترو مذهبي مراسمو د امنیت لپاره غوره پلان ولري.

هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان حکومت باید د اقلیت شیعه‎و د سترو مذهبي مراسمو د امنیت لپاره غوره پلان ولري.

بل لورته د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د کابل د پرونۍ پېښې جدي تحقیقات په‎کار دي.

د دوشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې په شپږمې امنیتي حوزه کې د باقر‎العلوم د جومات دننه ځان وژونکي برید د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

داعش د کابل د پروني برید مسؤلیت منلی دی.

په تېرو پنځو میاشتو کې دا څوم ځل دی چې افغانستان کې پر ملکي شیعه‎و حملې کېږي او داعش اعلان کوي چې دا د دوی کار دی.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق ازادي راډیو ته وویل چې دا برید د وحشي ترهګرو کار دی چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې حملې کوي.

محقق: وروستی برید د وحشي ترهګرو کار دی

محقق: وروستی برید د وحشي ترهګرو کار دی

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"خاص هدف شیعه نه‎دي، د سُنیانو په جومات کې هم دوی دا ډول حملې کړي، مثلاً څو وخته دمخه تاسو په هرات کې ولیدل چې د هرات په جامع جومات کې تر هغه ممبر لاندې چې مولوي صاحب خداداد چې د افغانستان مشهور عالم دی، د هغه د ممبر لاندې هم دوی ماین کېښود."

د بشري حقونو د څار په نړیوالې اداره کې د افغانستان برخې لوړپورې څېړونکې پاتریشا ګاسمن وایي، داعش خپل وحشي بریدونه د شیعه‎و پر غونډو زیات کړي او هېڅ ځای خوندی نه‎دی.

مېرمن ګاسمن زیاته کړه چې حکومت، شیعه مشران او د مدني ټولنې ډلې باید یو ځای کار وکړي څو شیعه‌ګان خپلې عمومي غونډې او مذهبي مراسم چې د ترسره کولو حق لري، په ارامه ترسره کړي.

د بخښني نړیوال سازمان د اسیا برخې ویاند عمر وړایچ ازادي راډیو ته وویل:

"دا په کابل کې د شیعه‎و پر جومات برید دی، دا پر ملکیانو قصدي حمله ده. افغان چارواکي باید سمدستي د دې تحقیقات وکړي او هغه کسان چې لاس په‎کې لري هغوی د عدالت مېز ته راوکاږي. دوی د چارواکو په توګه دا وظیفه لري چې اغېزمن اقدامات وکړي څو شیعه مسلمانان له بریدونو وژغوري او د شیعه اقلیت پر ضد تېریو کې چې په تېرو څو کلونو کې کوم معافیت رامنځته شوی، هغه پای ته ورسېږي."

د دوشنبې ورځې حمله د جولای له میاشتې راهیسې څلورمه حمله ده چې په افغانستان کې پر شیعه‎و کېږي.

په تېرو کلونو کې ډېر لږ دوی په نښه کېدل.

XS
SM
MD
LG