د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

حج او اوقاف وزارت: افغانستان کې به مذهبي اختلافات رامنځته نه‌شي


کابل کې د شیعه‎ګانو پر یوه جومات له برید وروسته چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی د حج او اوقاف وزارت وايي، داعش ډله هڅه کوي چې د سني او شیعه تر منځ مذهبي تفرقې رامنځته کړي.

د دغه وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د شیعه‎ګانو او سنیانو تر منځ به هېڅکله هم مذهبي تفرقې او اختلافات رامنځته نه‎شي.

عابد: د شیعه‎ګانو او سنیانو ترمنځ به هېڅ کله هم مذهبي تفرقې او اختلافات رامنځته نه‎شي.
عابد: د شیعه‎ګانو او سنیانو ترمنځ به هېڅ کله هم مذهبي تفرقې او اختلافات رامنځته نه‎شي.

ښاغلی عابد وايي:

"موږ ګورو چې له یوه کال راهیسې ځینې کړۍ د شیعه‎ګانو پر مذهبي اماکنو د بریدونو له لارې غواړي د سنیانو او شیعه‎ګانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي، زما باور دا دی، که تېر نظر ولرو دا برنامې پایله نه‎لري او د افغانستان خلک په خاصه حنفي او جعفري دوستانه اړیکې سره لري او دغه اړیکې به دوام کوي."

د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدکوونکي د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د شیعه‎ګانو په یوه جومات کې ځان ته چاودنه ورکړه چې په ترڅ کې یې له ۳۰ څخه زیات کسان ووژل شول او نېږدې ۹۰ تنه نور ټپیان شول.

د دغه برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستې.

په نېږدې دوو میاشتو کې دا دوهم برید دی چې ترسره کېږي، د محرم میاشتې په لسمه هم د کابل ښار په سخي زیارت کې د شیعه‎ګانو پر مراسمو برید وشو.

له دې مخکې هم افغانان د داعش او نورو وسله‎والو ترورېستي ډلو له‎خوا د دا ډول بریدونو شاهدان وو.

د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صدیقي ازادي راډیو ته وویل، داعش ډله د خپلې ګټې لپاره مذهبي سیمې په نښه کوي څو له دې لارې د خلکو تر منځ وېره خپره کړي.

د ښاغلي صدیقي په خبره، مذهبي شخړه چې په افغانستان کې د داعش ډلې له اهدافو څخه ده دلته نه‎شي رامنځته کېدای.

صدیقي: مذهبي شخړه چې په افغانستان کې د داعش ډلې له اهدافو څخه ده دلته نه‎شي رامنځته کېدای.
صدیقي: مذهبي شخړه چې په افغانستان کې د داعش ډلې له اهدافو څخه ده دلته نه‎شي رامنځته کېدای.

دی وايي:

"هغه شوم او افراطي اهداف چې په افغانستان کې لري غواړي د افغانانو تر منځ نفاق او اختلافات رامنځته کړي، یعنې دا چې شیعه خلک په نښه کوي څو د افغان ملت تر منځ وېره خپره کړي او له دې لارې خپلو اهدافو ته د رسېدلو زمینه برابره کړي."

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان خلک د داعش پر وړاندې په مبارزه کې له حکومت سره متحد دي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"داعش ډله چې د هر ملیت تر نامه لاندې په هر هدف دا ډول جنایتونه ترسره کوي خپلو اهدافو ته نه‎شي رسېدای، د افغانستان خلک له خپلې پوهې څخه په استفادې د دغې پدېدې پر وړاندې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او له دا ډول ډلو سره مقابله کوي."

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

له دې مخکې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال او په افغانستان کې د شیعه‎ګانو یو تن مشر محمد محقق ازادي راډیو ته ویلي و چې دا ډول بریدونه نه‎شي کولای د مذهبي اختلافاتو لامل شي.

هغه د هرات برید ته په اشارې ویلي چې داعش ډله نه‌یوازې پر شیعه‎ګانو بلکې پر سُنیانو هم بریدونه کوي.

ښاغلي محقق د دا ډول بریدونو عاملان تکفیري ډ‌لې او احمقان یاد کړي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG