د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې په راروانو رخصتیو کې د ترورېستي حملو په اړه خبرداری ورکړی او خپلو اتباعو ته‌یې د اضافي تدابیرو سپارښتنه کړې.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې د کوم ځانګړي ځای یا نېټې یادونه نه‌ده کړې، خو د نوامبر ۲۴مه چې په امریکا کې د شکرانې د ورځې یا تنکس ګیوینګ په نوم لمانځل کېږي او د ډسمبر ۲۵مه د کرسمس جشن د احتمالي نېټو په توګه یاد شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د معتبرو شواهدو پر بنسټ اسلامي دولت ډله یا داعش، القاعده او ملګرې ډلې یې په اروپا کې بیا هم د حملو پلان لري چې تمرکز به‌یې د راروانو رخصتیو پر ورځو وي.

XS
SM
MD
LG