د لاسرسي لېنکونه

د عراق امنیتي ځواکونو د موصل د بیرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو په ترڅ کې بلاخره له سوریې سره د داعش د اکمالاتو لار بنده کړه.

عراقي ځواکونو څو ورځې مخکې د تلعفر هوايي اډه هم ونیوله.

د موصل په عملیاتو کې د عراق د ګرځنده پوځي ډلو قوماندان ابوطه نصري پرون دوشنبه وویل:

"زموږ اصلي هدف له سوریې تلعفر سیمې ته د وسلو د اکمالاتو بندول و."

د داعش له وسله‎والو د موصل د بیرته نیولو لپاره پوځي عملیات د اکټوبر په ۱۶مه پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG