د لاسرسي لېنکونه

په هند کې د یوه ریل ګاډي د نسکورېدو له امله د وژل شویو شمېر ۱۴۲ ته رسېدلی دی.

رپوټونه وايي، د هند په اُترا پردېش ایالت کې د یکشنبې ورځې پېښه په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

د هند د ریل ګاډو وزیر سوریش پربهو پرون دوشنبه د دې هېواد په پارلمان کې وویل چې د پېښې په اړه‌یې څېړنې پيل کړې دي.

سوریش پربهو زیاته کړه:

"د ریل ګاډو او لیکو د مصونیت ادارې یو قانوي کمېسیون ګمارلی چې د پېښې علت پیدا کړي. څېړنې به خپلواکې او هر اړخیزې ترسره شي."

هغه زیاته کړه چې په ‎دې ارتباط غفلت کوونکو ته به سخته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG