د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې پولیسو په سټراسبورګ او مارسیل ښارونو کې ۷ تنه د ترورېستي حملو د پلان په تور نیولي چې یو په‎کې افغان دی.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل چې دې کسانو څو میاشتې مخکې د حملو پر پلان کار پیل کړی وو.

د نیول شویو کسانو په اړه نور جزئیات نه‎دي خپاره شوي خو ویل شوي چې پنځه فرانسویان او یو تن د مراکش وګړی دی.

د فرانسې پولیسو ویلي چې د دې کسانو دسیسه‌یې شنډه کړې ده.

په فرانسه کې سږ کال ۴۱۸ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG