د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د طبیعي پېښو زیانمن شویو سره د مرستې لپاره دوه تړونونه لاسلیک شول


په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت او دوو نړیوالو مؤسسو تر منځ د بېړنیو مرستو دوه تړونونه لاسلیک شول.

یاد وزارت وايي چې دغه دوه نړیوالې مؤسسې به د طبیعي پېښو څخه زیانمن شویو کورنیو سره د اړتیا وړ توکو مرستې وکړي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د افغان دولت د وزارت مسؤلین وایي چې دغه پروژ‎ې به اکثره د افغانستان په هغو ولایتونو کې له زیان منونکو کورنیو سره مرستې وکړي چې له طبیعي پېښو څخه زیانمنې شوې دي.

حیدري: له دې لارې به له ګڼو زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وشي.
حیدري: له دې لارې به له ګڼو زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وشي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري د دو شنبې په ورځ په کابل کې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د بېړنیو مرستو رسولو دغه پروژې به د افغانستان په ۷ ولایتونو جوزجان، بلخ، بغلان، بدخشان، کندز، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې عملي شي.

حیدري زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه نن موږ په همدې برخه کې د مرستو او رسېدګیو شاهدان یو، دغه تړونونه چې موږ نن لاسلیک کړه د خوراکي، غیر خوراکي او د سرپناه په برخه کې د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره تر سره کېږې."

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا یادو مؤسسو سره دغه تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته درانه مالي او ځانې زیانونه اوښتي دي.

په زرګونه خلک د نا امنیو له وجې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي چې د راپورونو له مخې په بد وضیعت کې دي او د پام وړ مرستې هم ورسره نه‌دي شوي.

د «اکتیډ» مؤسسې عمومي رئیس ټیپو لاروس په وینا چې یادې غونډې ته‌یې خبرې کولې، له دغو پروژو څخه به شاوخوا شل زره کسان ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د سرپناه جوړولو، نقدو پیسو او په یو شمېر نورو برخو لکه د اوبو او کټونو مرسته وکړو چې له دې مرستو څخه به شاوخوا ۲۰ زره کسان ګټه واخلي."

د دې تر څنګ د نړیوال «ریلیف» مؤسسې مرستیال امان سرحدي هم وویل چې د دوی مرستې به تر ډېره په کونړ کې له کورنیو بې‌ځایه شویو سره وي.

د نوموړي په خبره د نړیوال «ریلیف» مؤسسه به یوازي په کونړ ولایت کې په ۶۸۳ په شرایطو برابرو کورنیو نقدې پیسې او یو شمېر نور د اړتیا وړ وسایل ووېشي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG