د لاسرسي لېنکونه

عراقي پوځ موصل کې پر داعش ډلې د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي


عراقي پوځیان د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو پر ضد یو ځل بیا د عملیاتو په خاطر سره غونډ شول.

عراقي پوځیان په موصل کې په هغو سیمو کې سره غونډ شوي چې تازه‌یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه بېرته نیولي دي.

د عراقي پوځیانو یوه قوماندان جنرال سمیع‌الريدي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي پوځیان یو ځل بیا پر اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو د حملې تابیا نیسي او همداراز یې کور په کور د تلاشۍ عملیات پيل کړي دي.

عراقي پوځ نیول شویو سیمو کې کور په کور تلاشي پيل کړې ده.

عراقي پوځ نیول شویو سیمو کې کور په کور تلاشي پيل کړې ده.

د الریدي په خبره د تلاشۍ په دې عملیاتو کې د موټر بمونو لټول یوه مهمه برخه ده چې دوشنبې له سهاره تر اوسه د دوو موټر بم حملو مخه نیول شوې ده.

په یوه موټر کې چې له چاودېدونکو توکو ډک و عراقي پوځیانو له یوه ټانکه
ډزې کړي او په چاودنه کې یې یوازې یوه ښځه ټپي شوې ده.

اسوشیټېډ پرېس وايي، په اسلامي دولت ډلې باندې د یو ځل بیا حملو د تابیا نیولو په نیت په جګړه کې مؤقتي ځنډ او د داعش جنګیالیو له لوري د راکټونو اورول او د نښه ویشتونکو حملې عملیات ستونزمن کړي دي.

عراقي پوځیانو د اکټوبر له اولسمې په موصل کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات پيل کړي او ډېرې سیمې یې د هغو ځانګړو ځواکونو په مټ بېرته نیولي چې اوس وخت د دجلې سیند په ختیځه غاړه له داعش سره جنګېږي.

عراقي پوځ څه موده وړاندې د موصل ښار د نیولو عملیات پيل کړل.

عراقي پوځ څه موده وړاندې د موصل ښار د نیولو عملیات پيل کړل.

نور پوځیان هم د موصل په لور له بېلابېلو خواوو د پرمختګ په حال کې دي او د امریکايي پوځیانو په ملاتړ د ائتلاف له هوايي ملاتړه برخمن دي.

عراقي پوځیانو په موصل کې د کابو یو میلیون عامو کسانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړی او همدې کار د دوی د پوځي عملیاتو په لومړي سر کې چټک بهیر اوس ورو کړی دی.

اخوا ناټو سازمان وايي، له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د جګړې په خاطر یې سلګونه عراقي پوځیان روزلي او د روزنې او ظرفیت لوړونې دا مأموریت‌یې لا پسې غځولی دی.

د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د ناټو د پارلماني اسامبلې عمومي غونډې ته وویل چې د داعش پر ضد په مبارزه کې دا روزنه ډېره اغېزناکه تمامېږي.

سټولټنبرګ: د سیمه‌ییزو ځواکونو روزنه د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه مهمه وسیله ده.

سټولټنبرګ: د سیمه‌ییزو ځواکونو روزنه د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه مهمه وسیله ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمه‌ییزو ځواکونو روزنه د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه مهمه وسیله ده، سږ کال موږ سلګونه عراقي پوځیان په اردن کې وروزل او په دې وروستیو کې مو د روزنې او ظرفیت جوړونې دا مأموریت لا پسې تمدید کړ، د راروان کال په لومړيو کې به دا مأموریت له سره پیل شي، دا روزنه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې لپاره یو مهم رول لوبوي."

ښاغلي سټولټنبرګ همداراز وویل ناټو چې هرڅه کوي د دفاع لپاره‌یې کوي او هدف‌یې د لانجې مخنیوی دی او دا کار له نړیوالو ژمنو سره سم کوي.

ناټو په داسې حال کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د عراقي پوځیانو د روزنې ژمنه تازه کړه چې عراقي پوځیان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له اسلامي دولت ډلې سره جنګېږي او لا هم د موصل ښار له مرکزه لس کېلو متره لیرې دي.

عراقي چارواکو شاوخوا یوه میاشت مخکې ژمنه وکړه چې د موصل د تصفیې لپاره چې د ۲۰۱۴ کال له دوبي د اسلامي دولت په لاس کې دی خپل ټول توان کاروي.

که څه هم عراقي پوځیانو د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې انبار او د بغداد لوېدیځ، شمال او ختیځ ځینې سیمې په لومړیو وختونو کې له داعش جنګیالیو تصفیه کړې خو لا هم نه‌دي بریالي شوي چې موصل له دغو جنګیالیو پاک کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG