د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

کارپوهان: کابل له "هالیفکس" ناستې ښه استفاده کولای شوی


د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغان حکومت کولای شوی د "هالیفکس" په نړیواله ناسته کې له ګډون سره د ځان په اړه د نړیوالو ملاتړ جلب کړی وی.

دغه ناسته د روانې میلادي میاشتې له ۱۸ څخه تر ۲۰ نېټې پوري په کاناډا کې وشوه.

یاد کارپوهان وايي، افغان حکومت مکلف دی څو په نړیوالو ناستو کې د خپلو استازو په ګډون د ترورېزم پر وړاندې خپل دریځ ثابت کړي.

د کابل پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه طاهر هاشمي وايي، افغان حکومت باید له فرصت څخه په استفادې د "هالیفکس" په امنیتي ناسته کې د افغانستان په اړه د نړیوالو ذهنیت روښانه او ملاتړ یې خپل کړی وی.

نوموړی وايي، د افغان حکومت استازو باید په دغې ناسته کې په خپل ګډون سره هغه ټول مسایل روښانه کړي وی چې د نړیوالو له نظره مبهم دي.

د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي
د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت باید په هر ځای کې چې د ترورېزم او یا د سیمې او نړۍ د امنیت په اړه نړیواله ناسته وي په‌کې ګډون وکړي، څو خپل دغه دریځ ثابت کړي چې د ترورېزم په پالنې او صادرولو کې هېڅ ډول رول نه‌لري، حکومت کولای شوی له دغه فرصته اعظمي استفاده کړې وی."

دا په داسې حال کې ده چې د "هالیفکس" په نړیوالې کلنۍ امنیتي ناسته کې د افغان حکومت هېڅ یوه استازي ګډون نه‌وو کړی.

د "هالیفکس" په انټرنټي پاڼه کې د اجرائیه ریاست د مشاور سید جواد نوم د ګډون کوونکو په لېست کې ذکر شوی دی.

که څه هم ځینو رسنیو په دغې کلنۍ امنیتي ناسته کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس د ګډون په اړه ویلي وو، خو اجرائیه ریاست بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو چې په دغې ناسته کې د ګډون لپاره دفاع وزیر ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت پخوا په دغې ناسته کې د افغانستان ګډون د نړیوالو پام راړولو لپاره مهم ګڼلی و، خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي د خپلو مصروفیتونو له کبله ونه‌توانېد چې د "هالیکفس" په ناسته کې ګډون وکړي.

رادمنش: دفاع وزیر له ګڼو مصروفیتونو سره په دې ناسته کې ګډون ونه‌کړای شوی.
رادمنش: دفاع وزیر له ګڼو مصروفیتونو سره په دې ناسته کې ګډون ونه‌کړای شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"يوازې د کار ډېر حجم او هغه فعالیتونه چې اوس‌مهال د ترورېستانو له‌خوا زموږ د هېواد په وړاندې کېږي، همدغه ټول مسایل د دې لامل شول چې د دفاع وزیر ونه‌توانېده څو په دغه ناسته کې ګډون وکړي."

د "هالیفکس" په امنیتي ناسته کې د اروپا د امنیت، له نړیوال امنیت سره د اروپايي هېوادونو د همکارۍ، د امریکا د دفاعي سیاست، په افغانستان کې د امنیتي مسایلو او په پاکستان کې د ترورېزم پر وړاندې د دفاع پر لارو چارو بحثونه شوي دي.

په یادې امنیتي ناسته کې د پاکستان د لوی درستیز دفتر لوړپوړي پلاوي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

سره له دې چې د "هالیفکس" په نړیواله ناسته کې کومه فیصله نه‌ده شوې او يوازې د امنیتي مسایلو په اړه په‌کې بحث کېږي، خو د نړيوالو چارو کارپوه طاهر هاشمي په دې باور دی چې افغانستان په دا ډول ناستو کې د ګډون له لارې کولای شي، د افغانستان په اړه د نړیوالو ذهنیت بدل کړي چې له مخې به‌یې په نړيواله کچه د ترورېزم په وړاندې ګټورې پالېسۍ رامنځته شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG