د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

چین په شانګهای سازمان کې د ترکیې پر احتمالي غړیتوب غور کوي


چین وایي، که د ناټو له غړې ترکیې څخه د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د غړیتوب لپاره غوښتنه ترلاسه کړي، دا هېواد لېواله دی چې پر هغې غور وکړي.

د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر ویلي چې دا هېواد نور نه‌غواړي په هره بیه چې کېږي د اروپایي ټولنې غړی شي بلکې د دې پر ځای غواړي چې د چین او روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو د همکارۍ سازمان پر غړیتوب غور وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې لېواله دی چې د روسیې او چین په مشرۍ امنیتي بلاک کې د ترکيې د غړیتوب پر احتمالي غوښتنې غور وکړي.

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو غونډه.
د شانګهای سازمان غړو هېوادونو غونډه.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چې اساس‌یې په ۲۰۰۱ کال ایښودل شوی، چین، روسیه او د منځنۍ اسیا څلور هېوادونه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان‌یې غړي دي.

دغه سیمه‌ییز امنیتي بلاک له ګاونډي افغانستان څخه د افراطي وسله‌والو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په هدف جوړ شوی چې ترکیه‌یې لکه د بېلاروس په څېر د خبرو یوه شریکه ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شونګ وویل، ترکیه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د خبرو شریکه ده او له اوږدې مودې راهیسې یې ورسره له نېږدې همکاري کړې ده، پیکېنګ د انقرې دغه همکاري ستایي.

ګینګ په پیکېنګ کې په یوې خبري غونډه کې وویل، که ترکیه غواړي دې سازمان سره خپله همکاري پیاوړې کړي چین دې مسئلې ته ډېر اهمیت ورکوي.

ګینګ زیاته کړه، موږ لېواله یو چې د شانګهای د همکارۍ سازمان له نورو غړو سره په ګډه او د دې سازمان د قانوني مقرراتو سره سم دا مسئله جدي وڅېړو او پرې سلا مشورې وکړو.

د ترکیې حریت ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله خبر ورکړ چې ویلي ېې دي، ترکیه په هره بیه نه‌غواړي د اروپایي ټولنې غړې شي بلکې دا هېواد ښایي د دې پر ځای د شانګهای د همکارۍ سازمان غړی شي.

اردوغان: په هېڅ بیه نه‌غواړو د اروپايي ټولنې غړي شو.
اردوغان: په هېڅ بیه نه‌غواړو د اروپايي ټولنې غړي شو.

ترکیه چې د ناټو غړې ده له یولس کالو راهیسې له اروپایي اتحادیې سره د غړیتوب پر سر خبرې کوي.

د شانګهای د همکاۍ په سازمان کې د ترکیې غړیتوب به د دې هېواد لوېدیځو متحدینو او د ناټو غړو ته یو خبرداری وي.

اروپایي مشرانو چې د ترکیې د ډموکراټیکو ازادیو پر سابقې یې انتقاد کړی، د اردوغان له‌خوا د جولای میاشتې له ناکامې کودتا وروسته ځپونکو اقدماتو یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.

د ترکیې دغو اقداماتو ته په پام سره دا احتمال چې دا هېواد به د اروپایي ټولنې غړی شي اوس ډېر لیرې برېښي.

د ترکیې ولسمشر تېره اوونۍ له ترکانو وغوښتل چې له اروپایي ټولنې سره د اړیکو په اړه د دې کال تر پایه صبر وکړي او راتلونکی کال به د اروپایي ټولنې د غړیتوب په اړه په هېواد کې یوه ټولپوښتنه یا رېفرانډم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG