د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

عبدالله: هیله ده ملي شورا د ۱۳۹۶ کال ترتیب شوې بودجه ژر تصویب کړي


د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، په هېواد کې اوسنیو شرایطو او د خلکو ستونزو ته په کتو د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره متوازنه بودجه برابره شوې او هیله‎مند دی چې د افغانستان ملي شورا به‌یې ژر تصویب کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، د روان کال بودجه‌يې په پوره غور او دقت سره برابره کړې او هیله لري چې د ولس استازي به‌یې د خپل مسؤلیت له مخې تصویب کړي.

ښاغلي عبدالله وویل، ډاډه دی چې د بودجې په سمه توګه پلي کېدل به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي او پرمختګ او سوکالۍ ته به زمینه مساعده کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله

دی وايي:

"ډېر زیات دقت شوی چې بودجه متوازنه وي او عملي کېدل به‌یې د خلکو په ژوند کې مثبت اغېز ولري، هیله‌مند یم چې دغه بودجه به تصویب شي او زه یقین لرم چې د افغانستان د خلکو استازي به په دې برخه کې د خپل مسؤلیت له مخې عمل وکړي."

ښاغلي عبدالله وویل، باوري دی چې د افغانستان د ولس استازي به د هېواد روانو شرایطو او د خلکو ستونزو ته په کتو د بودجې د تصویب برخه کې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر په کابل کې د يوې ناستې پر مهال ویلي و، که حکومت د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي وزیران معرفي نه‎‎کړي، نو ولسي جرګه به بودجه تصویب نه‎‎کړي.

د افغانستان ولسي جرګې تېره اوونۍ د کابینې ۱۶ وزیران د خپلې پراختیايي بودجې د اویا سلنې نه‌مصرف له کبله استیضاح کړل چې له ډلې یې ۷ تنه سلب صلاحیت شول.

خو جمهوري ریاست د وزیرانو د استیضاح موضوع سترې محکمې ته راجع کړه او ویې‌ویل چې سلب اعتماد شوي وزیران د محکمې تر پرېکړې پورې خپل کار ته ادامه ورکولای شي.

بل‎خوا د افغانستان مشرانو جرګې مرستیال منشي نجیبه حسیني د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له يوې اوونۍ ډېره موده کېږي چې بودجه ورته رسېدلې او ټاکل شوې چې د ماليې وزیر سبا ته مشرانو جرګې ته راشي او د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

اغلې حسېني زیاته کړه:

"له يوې اوونۍ ډېره موده کېږي چې بودجه مشرانو جرګې ته رسېدلې او د مالیي او اقتصاد اړوندو کمېسیونو پرې کار کړی او ټاکل شوې چې سبا ته د سې شنبې په ورځ د مالیې وزیر مشرانو جرګې ته راشي او د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي او که کوم بدلون رانه‎شي د راتلونکې اوونۍ د يکشنبې ورځې په اجنډا کې د تصویب لپاره اخیستل شوې."

د بودجې د نه‌تصویب په تړاو د ولسي جرګې د لومړي مرستیال تر وروستیو څرګندونو وروسته يو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، که ولسي جرګه د بودجې د تصویب په اړه تصمیم ونه‎‎نیسي، نو خلک به له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شي او د لوږې او بې‌کارۍ تر څنګ به په نړیوالو مرستو هم منفي اغېز وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG