د لاسرسي لېنکونه

اوباما د خپلې دورې له پای ته رسېدو مخکې د اوکراین لانجې هوارول غواړي


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي، د خپلې دورې له پای ته رسېدو مخکې غواړي چې د اوکراین لانجه هواره کړي، خو د سوریې د کړکېچ هواري ته دومره ژر خوشبینه نه‌دی.

اوباما چې د راتلونکي میلادي کال په جنوري کې به قدرت منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپاري، د اوکراین، سوريې او د نړیوال نظام په اړه دا څرګندونې په پیرو کې په خبري غونډو کې کړي دي.

اوباما په پیرو کې د اسیا پسفیک د اقتصادي همکارۍ د سر مشریزې تر څنګ په مختلفو خبري کنفرانسونو کې دغه‌راز د سوریې په خونړۍ کورنۍ جګړه کې د ایران او روسیې پر رول هم انتقاد وکړ.

اوباما د سوریې جګړه کې د ایران او روسیې پر رول انتقاد وکړ.

اوباما د سوریې جګړه کې د ایران او روسیې پر رول انتقاد وکړ.

اوباما وویل، ده د نومبر په شلمه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې او هغه ته‌یې وویل چې موږ ته په کار ده چې کارونه بشپړ کړو.

اوباما وايي، ده له پوتین څخه وغوښتل چې له موږ، فرانسې، جرمني او اوکراین سره د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی وګماري تر څو وګوري چې ایا زما د دورې له پای ته رسېدو مخکې موږ کولای شو کارونه بشپړ کړو.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتون‌پالو چې د حکومتې ځواکونو په وړاندې جنګېږي، ملاتړ کوي.

په سیمه کې په شخړو کې نېږدې لس زره کسان وژل شوي دي.

د اوکراین جکړه کې زرګونه کسان وژل شوي.

د اوکراین جکړه کې زرګونه کسان وژل شوي.

د ازادی راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې په انتخاباتو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټکان ورکوونکي بریالیتوب په کیف کې وېره ځکه خپره کړې چې دغه میلیاردر پوتین ستایلی دی.

اوباما دغه‌راز وویل دی دې ته خوشبین نه‌دی چې د سوریې کړکېچ به په نېږدې راتلونکي کې هوار شي، چېرې چې حکومتي ځواکونه د روسیې د جنګي الوتکو په ملتیا د حلب پر شمالي برخې چې د یاغیانو په ولکه کې ده، بمبار کوي.

اوباما: خوشبینه نه‌یم چې د سوریې کړکېچ دې ژر هوار شي.

اوباما: خوشبینه نه‌یم چې د سوریې کړکېچ دې ژر هوار شي.

د متحده ایالتونو ولسمشر وویل، له کله چې روسیې او ایران د سوریې د حکومت ملاتړ کړی، دا ډېره ګرانه ده چې یوه لاره ولیدل شي ان دا چې روزل شوی او منځلاری اپوزېسیون نه‌دی توانېدلی چې خپلې لاندې کړې سیمې وساتي.

اوباما دغه‌راز وویل چې دی به ټرمپ ته اجازه ورکړي چې د ده لاره مخ ته وېسي، خو که د امریکا ارزښتونه له ګواښ سره مخ شي ښایي هغه خپله خبره وکړي.

اوباما دغه‌راز له ټرمپ څخه وغوښتل چې متحده ایالات دې د یوه لبرال نړیوال نظام ملاتړ ته دوام ورکړي او خبرداری یې ورکړ چې د نړۍ سوله او سوکالي په همدې نظام پورې تړلې ده.

اوباما: امریکا دې د یوه لبرال نړیوال نظام ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوباما: امریکا دې د یوه لبرال نړیوال نظام ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوباما وویل، اساسي مشوره چې دی یې د امریکا راتلونکي ولسمشر ته ورکولای شي دا ده چې دا یو واقعیت دی چې متحده ایالات په نړیوال نظام کې مهمه ونډه لري.

XS
SM
MD
LG