د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې پخوانی صدراعظم فرانسوا فیلون د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د محافظه کار د کاندیداتورۍ لپاره په سیالۍ کې مخکښ شوی دی.

د رأیو قسمي نتایج ښيي چې ۶۲ کلن فیلون په سلو کې د نېږدې ۴۴ رأیو په ګټلو سره له پخواني صدراعظم الین ژوپې او پخواني ولسمشر نیکولاس سارکوزي څخه مخکې شوی دی.

ژوپې د پرونیو انتخاباتو په سلو کې ۲۷ او سارکوزي په سلو کې ۲۳ رأیې ګټلې دي.

که یو کاندید په سلو کې له پنځوسو کمې رأیې وګټي نو باید د دوو ټاپ کاندیدانو تر منځ د دوهم ځل لپاره رأیې واخیستل شي.

که د نننیو رأیو نتایج تائید شي نو ښاغلی سارکوزي به د نوومبر په ۲۷مه په دوهم ځل انتخاباتو کې له ګډونه بې‌برخې شي.

XS
SM
MD
LG