افغان چارواکي وايي، هغو سیمو تهیې لازمې مرستې استولي چې د ژمي په موسم کې د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ کېږي.
افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې اقدامات خورا ستونزمن کار دی ځکه له یوې خوا په ډېری سیمو کې طبیعي پېښې نه اټکل کېږي او له بلېخوا عامه تأسیسات ډېر ډاډمن نهدي.
د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې چارو کې د دولت وزارت وايي، هغو سیمو ته چې خلکیې په تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي دي، له اوسه د مرستې خوراکي او غیر خوراکي مواد استول شوي دي.
د دې وزارت د بېړنیو عملیاتو د مرکز مشر احمد خان ناصح ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له حکومتي او غیر حکومتي ادارو سره په ګډه شوي.
ښاغلي ناصح زیاته کړه:
"د خوړو نړیوال پروګرام د طبیعي پېښو ضد ادارې، د «ای، او، ام» او ملګرو ملتونو او همداراز د کډوالو وزارت په مرسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلې چارې سره همغږي کړي دي. هغه لږو ډېر امکانات چې دولت او د ملګرو ملتونو ادارې یې لري د هېواد هغو سیمو ته لېږدول شوي چې لارې یې ستونزمنې او لوړې دي."
د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت یوازنۍ اداره نهده چې د طبیعي پېښو پر مهال د مرستو د رسولو دنده لري بلکې پر ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ټولنو سربېره د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو دولتي کمېسیون هم د دې کار لپاره شته خو له دې سره-سره هر کال طبیعي پېښې د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي نو ځکه پر مرستندویو مؤسسو او په تېره د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې پر ادارو انتقادونه هم زیات دي.
د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی وايي، دې ادارو په تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو پر مهال یوازې کابل ته له نېږدې پرتو ولایتونو سره مرسته کړې.
ښاغلی احمدزی وايي:
"د طبیعي پېښو ادارې صرف مرکز ته نېږدې ولایتونو ته که مرسته رسولې وي نور ټول ولایتونه ترې محروم دي. له دولته غواړو چې باید د افغانستان ټولو وګړو ته په یو نظر وګوري څو چې عاجلې مرستې هغو سیمو ته چې له مشکل سره مخامخ شوي دي ورسېږي."
د دې انتقادونو په ځواب کې د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دا اداره خپل امکانات نهلري او دندهیې د سکتوري وزارتونو او د دولتي ادارو او مرستندویو ټولنو د هڅو تنظیم دی.
ژمی په ټول افغانستان کې خو په خاص ډول د مرکزي ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې خورا سخت تېرېږي.
د دې سیمو لارې تقریباً هر کال د واورو د ورېدو له کبله بندېږي او د بیا خلاصېدو تر وختهیې خلک د خوړو، روغتیايي امکاناتو او نورو اړتیاوو د کمښت له کبله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
دا ستونزې یوه یا دوه ورځې نه بلکې د یوه بشپړ فصل په اوږدو کې دوام کوي.