د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر وايي، ځيني هېوادونه له دې ډلې اذربايجان لېواله دى چې په افغانستان کې د پنبې د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.

محمد اشرف غني دغه خبره پرون په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې وکړه.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې په دې غونډه کې په هېواد کې د پنبې د توليد د پراختيا لپاره پر پنځه کلن پلان بحث وشو.

ولسمشر غني ويلي، په دې برخه کې د کورني-خصوصي او نړيوال سکټور د جذب لپاره پر يوه ځانګړي چوکاټ کار شوى دى.

ښاغلي غني زياته کړې چې جن و پرس تصدي بايد ادغام او له تصدۍ په شرکت بدل شي.

د ده په وينا حکومت تيار دى چې پر دغه شرکت پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG