د لاسرسي لېنکونه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، غواړي مخکې تر دې چې په جنورۍ کې واک بل ولسمشر ته وسپاري، په اوکراين کې د مذاکرو له لارې د سولې او پخلاينې يوې موافقې ته ورسېږي.

اوباما پرون په پيرو کې د اسيا پسفيک اقتصادي همکارۍ د سرمشريزې په څنډه کې په يوه کنفرانس کې د سوريې په وحشيانه کورنۍ جګړه کې د ايران او روسيې پر رول انتقاد وکړ.

اوباما وويل، د اوکراين په باب‌يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې کړي او ځينې نور کارونه هم شته چې بايد ترسره‌يې کړو.

اوباما زياته کړه، ما له پوتين څخه غوښتنه وکړه چې خپلو مرکچيانو ته لارښوونه وکړي څو له موږ، فرانسې، جرمني او اوکراين سره په ګډه کار وکړي، څو زما د دورې تر پوره کېدو پورې پر يوې موافقې سلا شو.

مسکو د اوکراين په ختيځ کې د هغو روس-پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د اوکراين دولتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

XS
SM
MD
LG