د لاسرسي لېنکونه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، قوي احتمال شته چې د نړۍ د تېلو توليدوونکي هېوادونه د دې مياشتې په وروستيو کې د تېلو د توليد پر کمولو سره سلا شي.

دغه هېوادونه هڅه کوي د تېلو د توليد په کمولو سره په نړۍ کې د تېلو بيې لوړې کړي.

د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان يا اوپېک (OPEC) او د روسيې په ګډون هغه هېوادونه چې د سازمان غړي نه‌دي، نهه ورځې وروسته په ويانا کې سره جرګه کېږي چې د تېلو د توليد پر مهارولو يوه موافقه نهايي کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون د پيرو په پلازمېنه ليما کې د اسيا پسفيک د اقتصادي همکارۍ سازمان تر سرمشريزې وروسته يوه کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، مسکو د تېلو د توليد د مهارولو په برخه کې کومه ستونزه نه‌لري.

ده زياته کړه، موږ به هر هغه اقدام وکړو چې د اوپېک همکاران‌يې راڅخه تمه لري، موږ به خپل توليدات محدودوو او دا موږ ته کومه ستونزه نه‌ده.

د اوپېک سازمان غړو هېوادنو په سپټمبر مياشت کې په يوه غير رسمي غونډه کې چې په الجزاير کې شوې وه، موافقه وکړه چې د تېلو توليد به محدودوي، څو په دې ډول د تېلو بيې لوړې شي.

د ٢٠١٤ میلادي کال له نيمايي راهيسې د تېلو بيې شاوخوا ٦٠ فيصده ټيټې شوې دي.

XS
SM
MD
LG