د لاسرسي لېنکونه

د سوريې حکومت د ملګرو ملتونو هغه پېشنهاد رد کړ چې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو لپاره د خودمختارۍ غوښتنه په‌کې شوې وه.

ملګرو ملتونو په شمالي ښار حلب کې د امن له ټينګښت سره د مرستې لپاره دغه غوښتنه مطرح کړې ده.

خو په دمشق کې د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليدالمعلم نن د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن ډېمېستورا سره تر کتنې وروسته وويل،​ همدا چې ياغيان له حلب څخه وايستل شول، هلته بايد دولتي ادارې بېرته خپل فعاليت پيل کړي.

وليدالمعلم وويل، سوريه دا نه‌شي منلى چې د حلب ښار په ختيځ کې دوه لکه او پنځه اويا زره کسان شپږ زره وسله‌والو ته د يرغمل په توګه خوشې کړي.

تر دې مخکې د سوريې لپاره د روغتيا نړيوال سازمان استازې اليزابت هاف ويلي وو، د دولتي ځواکونو په هوايي حملو او د توپونو په ډزو د حلب د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې ټول روغتيايي مرکزونه غير فعال شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې په يوه وېډيو کې يو تن په يوه ويجاړ شوي روغتون کې وضعيت بيانوي:

"هغه ناروغان او ټپيان چې په اتاقونو کې وو او له کوڅې څخه ښکارېدل، موږ تر بمبارۍ وروسته د خراب وضعيت له کبله دوى دهلېز ته انتقال کړل. د شديدې حملې له کبله د جراحۍ خونه غيرفعاله شوې او د جراحۍ عمليات په ټپه درېدلي دي."

د سوريې فعالان وايي وروسته له هغې چې تېره سې شنبه د سوريې حکومت تازه حملې پيل کړي، د حلب په ختيځ کې تر سلو زيات ملکيان وژل شوي دي.

راپورونه وايي اووه ماشومان نن د هغه توغندي په چاودنه ووژل شول چې ياغيانو د حلب په لوېديځ کې د دولت تر ولکې لاندې سيمې وتوغاوه.

XS
SM
MD
LG