د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

یونېسکو: لاهم ۱۱ میلیونه افغانان له کم‌سوادۍ کړېږي


بې‌سوادي او کم‌سوادي لاتر اوسه هم په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده.

یونېسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان وايي ۱۱ میلیونه افغانان اوس هم له کم‌سوادۍ څخه کړېږي.

دغه سازمان وايي د شمېرو له مخې یوازې ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي.

په افغانستان کې د دغې ادارې استازې پترېشیا مېک فیلیپس د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، په کلیو کې ۹۰ په سلو کې ښځې او ۶۰ په سلو کې نارینه سواد نه‎لري او اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي.

یونېسکو: ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي.
یونېسکو: ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي.

فیلیپس زیاتوي:

"په افغانستان کې بې‎سوادي له محرومیتونو او بې‎وزلۍ سره مترادف پاتې دي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سواد د زده‎کړو په برخه کې لاسته راوړنې وې، خو زیات کار ته اړتیا شته، یونېسکو له افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاري کوي، څو نارینه او ښځو ته د زده‎کړو زمینه برابره کړي او د سولې په برخه کې به ژمن پاتې شي."

مېرمن فیلیپس دا څرګندونې د سواد د زده‎کړې برخه کې د ځینو مؤسسو له‎خوا د مېډال د ورکړې په مراسمو کې وکړې.

د سنايي مؤسسه وتوانېده چې د بي‎بي ګل غني په نامه مېډال خپل کړي.

یونېسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان د ولسمشر مېرمن بي‎بي ګل غني په افغانستان کې د سواد د زده‎کړې برخه کې د سفیرې په توګه نومولې ده.

په ورته وخت کې بي‎بي ګل غني وايي، د اسلام دین د علم زده‎کړه په ټولو فرض کړې ده او افغانان باید زیار وباسي، څو باسواده شي او په هېواد کې له بې‎سوادۍ او ناپوهۍ سره مبارزه وکړي.

بي‎بي ګل غني وايي، د اسلام دین د علم زده‎کړه په ټولو فرض کړې ده
بي‎بي ګل غني وايي، د اسلام دین د علم زده‎کړه په ټولو فرض کړې ده

تر دې وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي و هغه ماشومان چې له شپږم ټولګي ښکته درس لولي لیکل او لوستل نه‎شي کړای.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي که څه هم د ولسي جرګې له‎خوا سلب صلاحیت شوی په همدې غونډه کې یې وویل، وزارت په دې برخه کې زیاتې هڅې کړي، خو د هغه په خبره اوس هم ۶۰ په سلو کې افغانان چې ۸۰ په سلو کې یې ښځینه جوړوي، بې‌سواده دي.

دی وايي:

"دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا د سواد د زده‎کړې ۱۵ زره مرکزونه لرو چې پنځه لکه زده‎کوونکي په‌کې په زده‎کړو بوخت دي، خو د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله ټول نه‌فارغېږي."

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د سواد د زده‎کړې لپاره‌یې د ملي بسیج طرحه چمتو کړې او ډېر ژر به د تصویب لپاره کابینې ته واستول شي.

د دغه وزارت د مسؤلینو په وینا دغه طرحه به په دولتي ادارو کې اجباري وي او هڅه به وشي چې په افغانستان کې د بې‎سوادۍ ستونزه حل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG