د لاسرسي لېنکونه

د ملي امنیت عمومي ریاست د حقاني شبکې د یوه قوماندان د نیولو خبر ورکوي.

له دغه ریاسته په خپرې شوې خپرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس سید رحمان نومېږي او ده د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د یوې ۲۰ کسېزې ډلې مشري کوله.

د سرچینې د معلوماتو له مخې سید رحمان په زرمت ولسوالۍ کې د نورو ورانکاره فعالیتونو تر څنګ د قومي مشرانو په ترور کې هم لاس درلود.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې نیول شوي کس خپل جرم هم منلی دی.

XS
SM
MD
LG