د لاسرسي لېنکونه

د سوريې په شمالي ښار حلب کې د سختو هوايي حملو او د توپونو د ډزو له کبله لسګونه کسان وژل شوي دي.

لوېديځو هېوادونو دغه حملې چې پرون شوې دي، په سختو ټکو غندلي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى- وايي، لږ تر لږه د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان د حلب په هغو سيمو کې چې د ياغيانو په کنټرول کې دي، د لسګونو هوايي حملو او بېرلي بمونو او د توپونو د ډزو له کبله وژل شوي دي.

دغې ادارې ويلي، د وروستيو تلفاتو له کبله په تېرو پنځو ورځو کې په حلب او شا او خوا سيمو کې يې د شديدو بمباريو له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ١٨٠ ته ورسېد.

له دې جملې اووه نوي کسان د حلب د ختيځ په محاصره شويو مېنو کې وژل شوي دي.

د بمباريو او توپونو د ډزو له کبله د حلب په ختيځ کې روغتونونه هم په نښه شوي چې ټول صحي مرکزونه له فعاليته پاتې شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې په يوه وېډيو کې يو تن په ويجاړ شوي روغتون کې وضعيت بيانوي:

"هغه ناروغان او ټپيان چې په اتاقونو کې وو او له کوڅې څخه ښکارېدل، موږ تر بمبارۍ وروسته د خراب وضعيت له کبله دوى دهلېز ته انتقال کړل. د شديدې حملې له کبله د جراحۍ خونه غيرفعاله شوې او د جراحۍ عمليات په ټپه درېدلي دي."

په همدې حال کې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکارې سوزان رايس وويل، د امريکا متحده ايالات پر روغتونونو وروستۍ هوايي حملې په سختو ټکو غندي او د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له متحدې، روسيې څخه غوښتنه کوي چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG