د لاسرسي لېنکونه

روسيه او چين وايي، په اسيا پسفيک يا د اسيا او ارام سمندر سيمه کې د ازاد تجارت د ساحې د ايجاد لپاره به هڅه وکړي.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ولاديمير پوتين او شي جين پېنګ پرون په پيرو کې په دې اړه د اسيا پسفيک د اقتصادي همکاريو سازمان د سرمشريزې په څنډه کې بحث وکړ.

د کرېملېن وياند دميتري پېسکوف وويل، دواړو مشرانو په سيمه کې د ازاد تجارت د ساحې د ايجاد لپاره په دغه سازمان کې د همکارۍ د غښتلتيا ملاتړ وکړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په حواله، د چين ولسمشر د اسيا پسفيک اقتصادي همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې د دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ پر اړتيا ټينګار کړى، څو په دې ډول د سيمه‌ييزې او نړيوالې اقتصادي ودې لپاره د دغه سازمان ونډه پياوړې شي.

XS
SM
MD
LG