د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

راتلونکو ورځو کې روسیه کې د موی تای سیالۍ پیلېږي


تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې په روسیه کې د موی تای سیالۍ ترسره شي.

د افغانستان د موی تای فدراسیون د ارزوونکو د کمېټې مسؤل طاهر احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب اوو تنو لوبغاړو، یو روزونکي، دوو ارزوونکو او د یوه ټیم مشر ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې د ۶۴ هېوادونو د موی تای ټیمونو لوبغاړي حضور لري.

احمدي زیاته کړه چې دغه سیالۍ د نوومبر په ۲۲مه نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG